غزني کې مخابراتي فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ دي

Image caption دم ګړۍ د غزني له ۱۸ولسوالیو څخه یوازې دوې ولسوالۍ له نسبي مخابراتی خدمتونو څخه برخمنې دي.

افغان چارواکي د خپلو مهمو لاس ته راوړونو په برخه کې یوه هم د مخابراتي تکنالوژي د خدمتونو وړاندې کول او خلکو ته د اسانتیاوو برابرول یادوي.

افغان چارواکي وایي، چې په خپله او د خصوصي سکتور پر مټ یې د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه خلک له مخابراتي اسانیتاوو څخه برخمن کړي دي.

خو په غزني کې د لرې پرتو سیمو خلک بیا له دی امله شکایت کوي، چې لا یې هم په سیمو کی مخابراتي شبکې لکه څرنګه چې لازمه ده فعالې نه دي او مخابراتي خدمتونه هم ورته نه شي رسولای.

دغزنی د ګېرو ولسوالي اوسیدونکو راته په دې اړه وویل، چې تر ډېر حده د مخابراتي شبکو له خدمتونو بې برخي دي.

دا یوازې د ګېرو ولسوالۍ خلک نه دي چې د مخابراتي شبکو له ناسمو خدمتونو سرټکوي، بلکې د نورو ولسوالیو خلک هم له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

هغوی هم ادعا کوي چی په سیمو کې یې له لویه سره اوس دغو مخابراتی شبکو خپل فعالیت په ټپه درولی او دوي یې له زیاتو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د غزنی چارواکي هم مني چې ترډېره حده نه دي توانیدلي خلکو ته اړین مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.

د غزني دوالي مرستیال محمد علي احمدي د مخابراتي خدمتونو د نه وړاندې کولو یو دلیل نا امني بولي او پړه یې هم د دولت پر مخالفینو اچوی.

دم ګړۍ د غزني له ۱۸ولسوالیو څخه یوازې دوې ولسوالۍ له نسبي مخابراتی خدمتونو څخه برخمنې دي او په نورو ټولو هغو کې یا له سره مخابراتي شبکې فعالې نه دي او یا هم د ورځې له څلورو بجو وروسته په بشپړه توګه غیر فعاله کېږي.

ورته مطالب