" انټرنیټ ته د لاسرسي کچه به ۸۰ سلنې ته ورسېږي"

Image caption د افغانستان د ا قتصاد په غوړېدو کې د مخابراتو د سکتور ونډه مهمه بلل کېږي.

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي په پام کې لري چې انټرنیټ ته د خلکو د لاسرسي کچه تر راتلونکو درې کلونو پورې له ۲۰ سلنې ۸۰ سلنې ته لوړه کړي.

د معلوماتو د ۲۰۰۶ کال نړېوالې سرمشریزې(WSIS) له خوا د افغانستان په ګډون یو شمېر هېوادونو ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې ځانګړي هدفونه ټاکل شوي دي. افغان چارواکي وايي تر راتلونکو درې کلونو پورې به افغانستان وکولی شي د یادې سرمشریزې له خوا ټاکل شوی هدف له ۷۰ تر ۸۰ سلنې تر لاسه کړي.

افغانستان کې د مخابراتو سکتور د نورو سکتورونو په پرتله د پام وړ پرمختګ کړی او د افغانستان د اقتصاد په پرمختګ کې یې ونډه د پام وړ ده. خو امنتیي ستونزې او د برېښنا کموالی د دې پرمختګ مخه ډب کړې ده. د چارواکو په وینا په تېرو څلورو کلونو کې له درې سوه ډېرې ټیلیفون ستنې د وسلوالو له خوا له منځه وړل شوې دي.

د مې ۱۷ هر کال په نړۍ کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د نړېوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. سږ کال دغه ورځ د ( مخابرات ، معلوماتي تکنالوژي او په لویو لارو د خونديتوب ښه والي ) تر عنوان لاندې له دې امله لمانځل کېږي، چې د موبایل کارولو له امله ترافیکي پېښو ته د خلکو او چارواکو پام ور واړوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت چارواکي وايي افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. د دوی په وینا د استوګڼې د سیمو ۸۵ سلنه تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شوې خو یواځې ۷۲ سلنه خلک د موبایل ټیلیفون خدمتونو څخه برخمن دي.

د مخابراتو په وزارت کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې اترا مرستیال خیر محمد فیضي بي بي سي ته وویل دریو مخابراتي شرکتونو ته د ترې جي یا دریم نسل تکنالوژي د جواز په ورکولو سره انټرنټ ته د خلکو د لاسرسي کچه لوړه شوې. د هغه په وینا افغان حکومت غواړي د بې سیم او نوري فایبر له لارې د انټرنيټي خدماتو د پوښښ ساحه پراخه کړي او دا کچه لږ تر لږه ۸۰ سلنې ته لوړه کړي.

مخابراتي شرکتونه

اوس افغانستان کې پنځه لویې مخابراتي کمپنۍ چې یوه یې دولتي او نورې یې خصوصي دي فعالیت کوي.

د افغانستان د ا قتصاد په غوړېدو کې د مخابراتو د سکتور ونډه مهمه بلل کېږي. د انټرنيوز په نوم د رسنیو يوه نړيوال بنسټ په خپل یو راپور کې ویلي چې افغانستان کې د مخابراتو په برخه کې څه باندې یو ملیارده ډالره پانګونه شوې او شاخوا ۱۰۰ زره کسان په دې برخه کې په دندو بوخت دي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتو د تنظیم د ادارې اترا مرستیال خیر محمد فیضي وايي له مخابراتو تر لاسه شوي عواید د پام وړ دي او تېر کال د مخابراتو له سکتور څخه شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالره عواید تر لاسه شوي وو.

ښاغلي فیضي زیاته کړه د نوري فایبر شبکه چې له پنځو ګاونډیو هېوادونو سره نښلول شوې د مخابراتو په برخه کې ستره زیر بنا ده. د هغه په وینا د بدخشان له لارې له چین سره د دې شبکې په نښلولو به د انټرنټ په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راشي.

ورته مطالب