۲۰۱۴ کال ټاکنو لپاره مواد ولایتونو ته لېږدول کېږي

Image caption د هلمند، کندهار، هرات او اروزګان په ګډون یو شمېر ولایتونو ته د نوم لیکنې یا په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ځآنګړي کارت د وېشلو مواد استول شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي په ټاکنو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې یا د ټاکنو د کارت د وېش مواد ولایتونو ته د لېږد په حال کې دي او په راتلونکو دوه ورځو کې به دا بهیر بشپړ شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي په ټاکنو کې د ګډون لپاره کارت څلورو ګټه ګوریو ته وېشل کېږي.

د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور وايي لومړۍ کټه ګوري هغه کسان دي چې قانون سن یې تکمیل کړی دویم له نورو هېوادونو ستانه شوي کډوال دي، دریمه کټه ګورۍ یې هغه څوک دي چې کارتونه یې ورک کړي او څلورم یې هغه کسان دي چې ټاکنیزه حوزه یې بدله شوې ده.

د ښاغلي نور په وینا د کابل په ګډون په ګڼ مېشتو ولایتونو کې له یوه زیات د نوم ثبتولو مرکزونه جوړ شي.

ښاغلي نور زیاته کړه د نوم ثبتولو دا مواد شمالي ولایتونو بلخ، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، سمنګان، سرپل جوزجان او فاریاب ولایتونو ته لېږدول کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند زیاته کړه د روانې ثور میاشتې تر ۳۰ نېټې د نوم لیکنې د مواد د ثبتولو پروسه بشپړېږي، او له هغه پنځه ورځې وروسته نوم لیکنه پېلېږي.

د هلمند، کندهار، هرات او اروزګان په ګډون یو شمېر ولایتونو ته د نوم لیکنې یا په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ځآنګړي کارت د وېشلو مواد استول شوي دي.

ښاغلي نور وویل په پام کې ده چې څلور میلیونه کسانو ته په ټاکنو کې د ګډون لپاره کارتونه ووېشل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل د کارت وېشلو د امنیت په اړه ډاډ ورکړل شوی دی، خو د ټاکنو په ورځ د امنیت په اړه دوی اندېښمن دي خو "نا امیده نه دي".

چارواکي وايي په راتلونکو ټاکنو کې چې د درغلۍ د مخینوي لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

دوی وايي د رایې ورکولو کارتونه پرمختللي دي او په ګاونډیو هېوادونو کې یې چاپ کول امکان نه لري.

په دغو ټاکنو کې د رایې ورکولو اووه زره مرکزونه په پام کې نیول شوي.

په تېرو ټاکنو کې شپږ زره مرکزونه و چې سلګونه یې د امنیتي ستونزو له امله تړل شوي و.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي د برلین په غونډه کې نړېوالې ټولنې په افغانستان کې د راتلونکو ټاکنو څخه د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.

په پام کې د راتلونکې کال د وري میاشتې په ۱۶ د ولسمشر او ولایتي شورا ګانو ټآکنې ترسره شي.

ورته مطالب