ایکو سازمان افغانستان له ځکمنۍ لارې سیمې سره نښلوي

Image caption دغې پروژې افغانستان برخې کار به د اسیايي پراخیتايي بانک په مالي مرسته رغول کېږي. الطاف اصغر

د اسیا د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) ]چارواکي وايي د ریل پټلۍ او سړک له لارې د افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغیزستان او چین تر منځ د ځمکنیو اړیکو لار جوړوي.

دغه سازمان وايي ټاکل شوې د ریل پټلۍ او سړک جوړولو د دغې پروژې د افغانستان برخې کار به د اسیايي پراخیتايي بانک په مالي مرسته رغول کېږي.

د اسیا د اقتصادي همکاریو د سازمان ایکو د عمومي مشر مرستیال الطاف اصغر د بي بي سي له بشیر پیمان سره مرکه کې ویلي، چې ټاکل شوې، په لومړي سر کې ۲۴۰۰ کیلو متره اوږده ریل پټلۍ وغځوله شي.

د نوموړي د مرکې پښتو ژباړه حفیظ الله معروف د پوښتنو ځوابونو په بڼه وړاندې کوي.

الطاف اصغر:

"موږ د سړکونو او د اورګاډي د پټلۍ څلور پروژې پیل کړې دي. لومړی موږ یوه کرښه له ایرانه افغانستان ته او له هغه ځایه بیا تاجکستان، قرغزستان او کاشغر ته په نښه کړی دی.

د اورګاډي دغه لیکه ۲زره او ۴۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د ایران له لوري تر هرات پورې جوړه شوې ده.

په افغانستان کې د دغه اورګاډي د پټلۍ اوږدوالی یو زر او ۳۰۰ کیلومتره دی. د اسیا پرمختیايي بانک د دغې لیکې مالي امکانات برابر کړي دي او مسلکي امکانات به یې د افغانستان د حکومت له خوا برابر شي."

د تاجکستان په خاروه کې دغه پروژه ایران تمویلوي او د قرغزستان په جمهوریت کې موږ هڅه کوو، چې د مطالعاتو لپاره یې مالي امکانات پیدا کړو.

ښه دا خو مو لومړۍ پروژه ده، دویمه او نورې پروژې مو کومې دي؟

"دوېمه پروژه مو له ترکیې نه ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان ته د سړک جوړول دي.

موږ پر دغې پروژې کار کوو، خو فکر کوم، چې د هرات او شیرخان بندر په ځینو سیمو کې ستونزې شته او په دغو سیمو کې کار نه دی پشپړ شوی او اوږدوالی یې نژدې دوه سوه کیلو متره دی، نو د افغانستان له حکومت سره مو خبرې پیل کړي، چې دغه پروژه پيل کړو.

درېیمه پروژه مو پاکستان افغانستان، تاجکستان او قرغستان ته سړک جوړول دي او څلورمه هغه مو د چترال له لارې له پاکستانه افغانستان او بیا تاجکستان ته د سړک غځول دي.

په افغانستان کې د دغه سړک اوږدوالی یوازې۸۰ کیلومتره دی. خو له تاجکستانه به دغه سړک قرغستان او قزاقستان ته او ټولې مرکزي اسیا ته وغځول شي."

ښاغلی اصغر، دقیقاً راته ویلای شﺉ، چې دغه پروژې به څه وخت پیلېږي او کله به بشپړې شي؟

" لکه چې مخکې مې وویل، دا هغه لارې یا دهلیزونه دي، چې موږ پرې کار کوو.

موږ د ترانزیتي هوکړو یو چوکاټ لرو او د همدغو موافقو له مخې موږ پر دې کار کوو، چې یو ځای شو او د ټرانسپورټ لړۍ له همدې لارو پيل کړو.

زه تمه لرم، چې د روان کال تر پایه پر دغه لارو ټرانسپورټ پيل کړو. موږ په پاکستان، ایران او ترکیه کې لږ تر لږه درې پروژې په نښه کړي او تمه لرو، چې پر دغو لارو به هم د روان کال تر پایه د ټرانسپورټ تګ راتګ پيل شي."

د دغو څلور لویو پروژو لګښت به څومره وي؟

"په دغو پروژو کې د سړکونو او د اورګاډو د پټلیو بېلا بېلې پروژې دي او د ټولو لګښت نژدې ۴۰ میلیارده ډالره کېږي. موږ غواړو د دې پروژو پيسې برابرې کړو او د روان کال په وروستیو کې په پام کې لرو، چې د پانګونې د برابرولو لپاره غونډې جوړې کړو او په هغو سیمو کې چې سړکونه نه دي جوړ شوي، سړکونه جوړ کړو او ویې نښلوو."

د دغو پروژو د بشپړیدو پر وړاندې کومې ستونزې یاننګونې شته؟

"تاسې به اوریدلي وي، چې په دوه اړخیزه هوکړو کې ډېرې ستونزې شته، نو له همدې امله موږ هڅه کوو، چې ګڼ اړخیزې هوکړې ولرو او له ټولو دولتونو سره خبرې وکړو. مخکې مو دغه ډول مسایل د دوه اړخیزو موافقو پر مټ مخ ته وړل خو اوس دغه پروژې د ګن اړخیزو هوکړو له مخې مخ ته وړو."

ستاسې له نظره د دغو پروژو پر وړاندې کوم هېواد ستونزې راپورته کوي، پاکستان که کوم بل هېواد؟

" نه یواځې پاکستان نه دی. دوی وايي، چې له ایران، پاکستان، تاجکستان او قرغزستان سره ستونزې لري یانې دوه اړخیز مشکلات لري. نو له همدې امله د ټرانسپورټ له نړیوال کنوانسیون څخه مو غوښتنه کړې او زموږ ډېرې ستونزې به را حل کړي.

پاکستان تر اوسه دغه پروژه نه ده منلې او همغسې چې تاسو یې وینﺉ، افغانستان د دغې پروژې دپلې کېدو په هڅه کې دی. دغه ځینې تخنیکې ستونزې دي او هڅه کوو، چې حل یې کړو."

د ورستۍ پوښتنې په ډول، له ۲۰۱۴ کال وروسته نړیوال ځواکونه له افغانستانه وځي، نو د ایکو سازمان رول به افغانستان کې څه وي؟

"هغه رول، چې موږ یې اوس لرو، بدلون به و نه کړي. ځکه موږ یو سیاسي سازمان نه یوو. زموږ سازمان اقتصادي دی او افغانستان زموږ یو غړی دی. موږ د افغانستان په سیاست او امنیت کې هېڅ نه شو کولای. موږ یواځې اقتصادي سازمان یوو او له اقتصادي مسایلو سره سر او کار لرو."

ورته مطالب