خبريالان وايي چارواکي پر وخت معلومات نه ورکوي

Image caption خبريالان دا نيوکه هم کوي چې ګواکې له پلازمېنې کابل څخه کوم لوپوړي چارواکي راځي راتلل او څرګندونې يې له رسنيو پټې ساتل کېږي او يوازې د حکومت د تګلارې په رڼا کې د دغه ولايت له ملي راډيو تلوېزیون څخه خپرېږي.

په ختيځ ولايت ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي د دريو ورځو لپاره به د ننګرهار د ولايت د مقام هېڅ راز خبرونه نه خپروي.

ننګرهار مېشتي خبريالان وايي ګواکې د ولايت مقام د اړتيا پر مهال معلومات نه ورکوي.

بله غاړه تور لګوي چې ګواکې والي يو شمېر پوځي او ملکي چارواکو ته هم ويلي دي چې خبريالان له رسنيزو معلوماتو لرې وساتي.

خو د ننګرهار د والي وياند بي بي سي ته ويلي چې د ادعا بې بسټه ده او که د هر خبريال د راپورونو ارشيف وکتل شي خامخا به يې په هر راپور کې د يوۀ حکومتي چارواکي خبر وموندل شي.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه وايي د ننګرهار د ولايت مقام ته يې ورځې وخت ورکړى و چې له دوى سره خپل روان چلند بدل کړي، او د اړتيا پر مهال رسنيز معلومات ورکړي.

ننګرهار مېشتي خبريالان وايي ورځې وروسته هم د ولايت په چلند کې کوم توپير رانغې.

خبريالان وايي اوس به دوى د دريو ورځو لپاره د ننګرهار ولايت مقام سره تړلي خبرونه نه خپروي.

دوی وايي که درې ورځې وروسته هم د والي چلند بدلون ونه موند دوى به لاريونونه کوي او د اعتصاب په موخه به د والي د دفتر مخې ته کيږدۍ وهي.

په ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه د ننګرهار پر والي ګڼې نيوکې لري او لويه ادعا يې دا ده چې ګواکې له يوۀ پلوه د ولايت مقام د اړتيا پر مهال د رسنيزو معلوماتو له ورکولو ډډه کوي او بل پلو د يو شمېر پوځي او ملکي بنسټونو له چارواکو يې هم د ورته چلند غوښتنه کړې ده.

د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې وياند رحمت الله زيامل بي بي سي ته همدغه خبره وکړه.

خو د ننګرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزي دا ادعا بې بنسټه وبلله.

نوموړي وويل والي ګل اغا شيرزي د دغه ولايت ټولو ادارو ته ګډ مکتوب استولی او هغوى ته يې ويلي چې خبريالانو ته اړين رسنيز معلومات په واک کې ورکړي.

خبريالان دا نيوکه هم کوي چې ګواکې له پلازمېنې کابل څخه کوم لوپوړي چارواکي راځي راتلل او څرګندونې يې له رسنيو پټې ساتل کېږي او يوازې د حکومت د تګلارې په رڼا کې د دغه ولايت له ملي راډيو تلوېزیون څخه خپرېږي.

خبريالان په وروستيو کې له پاکستان سره د ګوشتې سرحدي شخړه يادوي چې د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ، او د دغه هېواد د ملي امنيت شورا سلاکار رنګين دادفر سپنتا يې په ترڅ کې هغه ولايت ته ورغلي وو.

خو د ننګرهار د والي وياند دې نيوکې ته په ځواب کې وويل چې له خبريالانو سره د دغه راز پلاوو مخامخېدل د پلاوو په واک کې وي، که هغوى خبري غونډې په پام کې ولري دوى يې ورته اسانتيا برابروي او کنه نو دوى يې دې چارې ته نه شي اړيستى.

خو د ننګرهار خبريالان وايي دوى دا ستونزې لري او که د ولايت د خبرونو له خپرولو لاس اخیستنه او بيا لاريونونه هم کومه پايله ونه لري دوى به خپلې ستونزې په کابل کې د مرکزي حکومت مخې ته کېږدي.

د ننګرهار د ولايت مقام بيا وايي خبريالان دې ورسره په يوه غونډه کې کښېني که ستونزې وي چې په ګډه سره ورته حل لارې وموندل شي.

ورته مطالب