د ښې حکومتولۍ لپاره د تدبیرونو لارښوونه شوې

Image caption د يو شمېر راپورونو له مخه د افغانستان د نا امنو ولايتونو په ګڼ شمېر ولسواليو کې عدلي او قضايي بنسټونه نه دي فعال چې ښايي يو لامل يې د نا امنۍ اندېښنه وي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د دغه هېواد ملي امنيت شورا کورنيو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د ښې حکومتولۍ په موخه نا امنو سيمو کې قاضيانو او څارنوالانو ته کاري زمينې برابرې کړي.

کورنيو چارو وزارت وايي په دغه راز سيمو کې يې وار له مخه د قاضيانو او څارنوالانو د امنيت خوندي کولو په موخه د پوليسو يوه ځانګړې قطعه جوړه کړې چې لا پسې پياوړې کېږي.

د يو شمېر راپورونو له مخه د افغانستان د نا امنو ولايتونو په ګڼ شمېر ولسواليو کې عدلي او قضايي بنسټونه نه دي فعال چې ښايي يو لامل يې د نا امنۍ اندېښنه وي.

اوس د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د دغه هېواد امنيت شورا کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې په نا امنو ولسواليو کې د قاضيانو او څارنوالانو ګومارنې ته لاره هواره کړي.

د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ د دغې غوښتنې په ځواب کې ويلي چې د ښې حکومتولۍ په موخه يې د نا امنو سيمو د قاضيانو او څارنوالانو د امنيت خوندي کولو په موخه يوه ځانګړې قطعه جوړه کړې چې په وينا يې د لاپراخېدو په حال کې ده.

خو دا يې نه دي ويلي چې تر دې مهاله په کومو سيمو کې دغو ځانګړو پوليسو دندې پيل کړي او له کبله يې په کوم شمېر کې نوي قاضيان او څارنوالان پر دندو ګمارل شوي دي.

په تېر کې د کندهار والي توريالي ويسا په ښار کې د زندانيانو د دوسيو د څېړلو په ترڅ کې د ځنډ راتللو لوى لامل دا بللی و چې ګواکې په يو شمېر ولسواليو کې عدلي او قضايي بنسټونه نشته چې د هغوى قضيې او دوسيې هم د څېړلو لپاره مرکز ته راځي او د ښار پر عدلي او قضايي بنسټونو فشار ډېرېږي چې په پايله کې يې د دوسيو په څېړلو کې ځنډ راځي.

د خوست ولايت چارواکو هم په تېر کې بي بي سي ته ويلي وو چې په يو شمېر ولسواليو کې يې عدلي او قضايي بنسټونه فعال نه دي، چې يو لوى لامل يې نا امني بلل شوې وه.

په تېر کې د يو شمېر نا امنو سيمو يو شمېر عدلي او قضايي کارکونکي د حکومت د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي هم دي.

فکر کېږي چې په نا امنو سيمو کې د عدلي او قضايي بنسټونو نشتوالي دې ته لار هواره کړې چې يو شمېر خلک دې د طالبانو محکمو ته ورشي او يا دې د دونونو په رڼا کې پرېکړې وکړي چې دې چارې په يادو شويو سيمو کې د افغان حکومت اغېز زيانمن کړى دى.

ورته مطالب