ځانمرګي د بغلان ولایتي شورا رئیس وژلی

Image caption محمد رسول محسني غوښتل پلخمري کې د ولایتي شورا ودانۍ ته ننوځي، چې پرې برید وشو.

د افغانستان د شمالي بغلان ولایت امنیې قومندان اسدالله شیرزاد وايي یوه ځانوژونکي بریدګر د یاد ولایت د ولایتي شورا پر رییس برید وکړ او ویې واژه.

د نوموړي په خبره هغه مهال چې د ولایتي شورا رییس محمد رسول محسني له خپلو ساتونکو سره غوښتل په پلخمري ښار کې د ولایتي شورا ودانۍ ته ننوځي، برید ګر یې مخې ته ورغی او په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد یې وچوول.

هغه زیاته کړه، دغه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د بغلان مرکزي روغتون یوه مسوول بي بي سي ته له دې مخکې وویل، چې له برید وروسته ۱۱ جسدونه او ۶ ټپیان وروړل شوي دي.

عیني شاهدان وايي د پېښې په قربانیانو کې هغه ملکي کسان هم شامل دي، چې د برید پر مهال د ولایتي شورا دفتر ته راغلي وو.

د یوه عیني شاهد په وینا چاودنه ډېره زوروره وه، چې له کبله یې د دفتر په شاوخوا کې شته کورونو او دکانونو ته هم زیان اوښتی، عیني شاهدان دا هم وايي برید ګر د پولیسو دریشې اغوستې وه خو د نورو تلفاتو په باب تر اوسه چارواکو څه نه دي ویلي.

وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

له دې دوې اونۍ مخکې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د روانې مې میاشتې په لومړیو کې وسله والو طالبانو یو جرمن سرتېری وواژه.

افغانستان کې دېره جرمن ځواکونو هغه مهال ویلي وو، چې برید کې یو بل سرتېری ټپي شوی دی.

وسله وال طالبان د بغلان ولایت په ځینو برخو کې فعال دي. د بغلان والي سلطان محمد عبادي هغه مهال بي بي سي ته ویلي وو، چې له څو میاشتو راهیسې دغه ولایت کې د وسله والو فعالیتونه ډېر شوي دي.

ورته مطالب