ولسمشر حامد کرزی په دوه ورځني سفر هند ته لاړ

Image caption ولسمشر کرزی به ملکي او پوځي برخه کې د اړیکو د پراخیتا او ودې په باب له هندي مقاماتو سره وغږيږي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د دوه ورځني رسمي سفر لپاره هند ته لاړ. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر حامد کرزی د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملګرتیا د هندي ولسمشر پرنب مکهرجي په بلنه، نن ګهیځ (مې۲۰ ) په دوې ورځني سفر دغه هېواد ته روان شو.

ټاکل شوې، چې ولسمشر کرزی به د دغه دوې ورځني سفر پر مهال د هندي ولسمشر تر څنګ د دغه هېواد له لومړي وزیر منموهن سینګ او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وویني.

خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزی به ملکي او پوځي برخه کې د اړیکو د پراخیتا او ودې په باب له هندي مقاماتو سره وغږيږي.

د ولسمشر د وياند مرستياله عادله راز وايي چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو تر منځ په پوځي او ناپوځي برخو کې د اړيکو پرمختيا ده او په خبره يې چې دواړه غاړې به پخپلو کې پر ځينو نورو برخو هم سره وغږيږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د سیمه ییزو مسالو په اړه خبرې به هم له هندي مقاماتو سره د ولسمشر کرزي د خبرو یوه برخه وي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې ولسمشر کرزی ته به د دغه سفر پر مهال د هند د (ایل پي او) پوهنتون له لوري د دکتورا اعزازي ډګري هم ورکړله شی.

دغه سفر کې له ولسشمر کرزي سره د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفرسپنتا، فرهنګی چارو کې د ولسمشر سلاکار زلمی هېواد مل او د ولسمشر ویاند ایمل فیضي ملګري دي.

افغانستان او هندوستان پخپلو کې د دوستۍ او همکارۍ لرغونې مخينه لري او په تيرې يوې لسيزې کې هغه هېواد له افغانستان سره، په سړک جوړوونه،روغتيا، ټرانسپورټ، کرنه او د لوړو زده کړو په برخو کې مرستې کړي.

ويل کېږي چې په همدغه موده کې هند، افغانستان سره شاوخوا يو میليارډ دالره مرسته کړې.

په دې وروستيو کې په نوي ډيلي کې افغان سفير له هغه هېواده د پوځي مرستو غوښتنه هم کړې وه. خو ښايي د کابل او نوي ډيلي تر منځ د اړيکو پياوړتيا د افغانستان او پاکستان تر منځ پر اړيکو هم سيورى وغوړوي.

که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي لا له وړاندې څپ څپانده شوي، خو له نوي ډيلي سره د کابل نژدې والى کېداى شي دغه حالت نور هم ترينګلى کړي.

تر دې وړاندې، کله چې د کابل او نوي ډيلي تر منځ ستراتيژيک تړون لاسليک کېدو، هاغه مهال اسلام اباد له کابله غوښتي وه چې ورته تړون دې له هغه هېواد سره هم لاسليک کړي.

ورته مطالب