"نورستان ولایت کې والي ضد لاریون شوی"

Image caption د نورستان سيميز چارواکي نه لاريون کول مني او نه دې ته غاړه ږدي چې گواکې قامي مشران پلاوي ته نه دي پريښودل شوي.

د نورستان ولایت يو شمېر خلک او په مشرانو جرگه کې د ياد شوي ولايت سناتوران ادعا کوي چې گواکې په هغه ولايت کې سلگونو خلکو د يوۀ لاريون په ترڅ کې د والي تميم نورستاني د گوښه کولو غوښتنه وکړه.

لامل يې دا په گوته کوي چې گواکې د دغه ولايت والي قامي مشران د هغه لوړ پوړي حکومتي پلاوى ليدو ته نه دي ور پرېښي چې درې ورځې مخکې له کابله نورستان ته تللى و.

په مشرانو جرگه کې د نورستان سناتور حافظ عبدالقيوم بي بي سي ته ويلي چې گواکې والي په داسې کولو سره خپلې نيمگړتياوې له پلاوي پټې کړې.

خو د نورستان سيمه یيز چارواکي نه لاريون کول مني او نه دې ته غاړه ږدي چې گواکې قامي مشران پلاوي ته نه دي پرېښودل شوي.

د افغانستان د امنيتي لېږد د بهير د سرلاري اشرف غني احمدزي په مشرۍ يو داسې پلاوی د نورستان ولايت د حالت ارزولو په موخه هلته تللى و، چې د دغه هېواد د سيمه یيزو ارگانونو، کورنيو چارو وزارت او دفاع وزارت يو شمېر استازي يې هم د جوړښت برخه وو.

د نورستان يو شمېر سيمه یيزو خلکو بي بي سي ته وويل چې پلاوى د دوو ورځو لپاره په نورستان کې پاتې شو خو وايي والي تميم نورستاني د بيلو ولسواليو هغه گڼ شمېر قامي مشران له پلاوي سره خبرو اترو ته پرينښودل،چې غوښتل يې د نورستانيانو د ژوندانه د بيلابېلو برخو ستونزې ورته پر ډاگه کړي.

د والي دې گام ته په غبرگون کې سلگونو نورستانيانو د ولايتي ادارې پر وړاندې لاريون وکړ او د والي تميم نورستاني پر وړاندې يې غږونه پورته کړل، بي بي سي د لاريون پر مهال د لاريونيانو دا شعارونه د تيلفون له لارې اخستي دي.

خو د نورستان د والي وياند ظاهر بهاند هډو دا ونه منله چې په هغه ولايت کې دې چا د والي پر وړاندې لاريون کړى وي، نوموړي دا خبره هم بې بنسټه بلله چې گواکې والي غوښتي چې قامي مشران له کابله ورغلي لوړ پوړي حکومتي پلاوي سره ونه گوري نوموړي ادعا وکړه چې لسگونو قامي مشرانو له ياد شوي پلاوي سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

د نورستان د والي وياند له پلاوي سره د قامي مشرانو د ليدو خبره وکړه.

خو د افغانستان په مشرانو جرگه کې د نورستان سناتور حافظ عبدالقيوم بي بي سي ته وويل قامي مشران د پلاوي ليدو ته نه دي ور پرېښودل شوي او کوم کسان چې پرېښودل شوي هغه د ولس رښتيني مشران نه بلکې د والي اړيکوال وو. نوموړي ادعا وکړه چې والي په داسې کولو سره د خپلو کمزوريو د پټولو هڅه کړې ده.

د ښاغلي حافظ او يو شمېر نورستانيانو په وينا لاريون کونکو له مرکزي حکومته وغوښتل چې والي تميم نورستاني له دندې گوښه کړي، ځکه چې په وينا يې اداره يې په فساد کې ښکېله ده او د نورستان خلکو ته يې اړين کارو نه هم نه دي کړي.

دغه سناتور اندېښنه وښوده که د لاريونيانو خبرې ونه منل شي ، ښايي په هغه ولايت کې د ناامنۍ گراف مخ پورته لاړ شي.

خو د نورستان ولايتي ادارې پر دوى د فساد او نه کار کولو تورونه نا سم وبلل.

ورته مطالب