غزني کې د بیا رغاونې چارې چټکې شوې

Image caption له هغه مهاله چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توگه دغه ښار نومول شوى، تر دې مهاله په کې د رغولو چارې دومره چټکې او گړندۍ نه وې لکه نن سبا چې دغه کارونه په کې چټک شوي دي.

افغان چارواکي وايي د غزني ښار د بيا رغاونې چارې په درز کې روانې دي او د دوى په وينا چې دغلته د کانونو يو ستر پوهنتون جوړيدونکى دى چې ښايي چارې يې په راتلونکو دريو مياشتو کې بشپړې شي.

د غزني چارواکي وايي چې هغوى د بلخ، هرات، ننگرهار، پکتيا، پکتيکا پروان او کاپيسا ولايتونو د واليانو او سوداگرو مرستې راماتې کړي او په وينا يې چې دغه پيل شوې چارې به په نژدې راتلونکو مياشتو کې بشپړې شي.

د رغولو په دغو چارو کې د لمريزې برېښنا پروژه، د سړکونو ډمبرونه، د پارکونو جوړونه، د لرغونو دروازو جوړونه او د هغو څلو ودانول راځي چې کارونه يې په ډېرې چټکۍ سره روان دي. په غزني کې د بلخ دروازې د جوړولو چارې دوه ورځې وړاندې پيل شوې دي.

د غزني د ښار د بيلابيلو رغانيزو چارو د بشړولو لپاره نه يوازې کاريگر په کار بوخت دي بلکې دغلته بيلابيل ماشینونه په کار لگيا دي او په دغه ښار کې د لسگونو هغو پروژو په جوړولو لگيا دي چې ويل کېږي دغه ښار ته نوې بڼه او نوى رنگ وربخښي.

له هغه مهاله چې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توگه دغه ښار نومول شوى، تر دې مهاله په کې د رغولو چارې دومره چټکې او گړندۍ نه وې لکه نن سبا چې دغه کارونه په کې چټک شوي دي. دغلته کاريگر د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو نه ورغلي هغوى وايي چې په ترسره کونکو کارونو سره نه يوازې دا چې ځان او خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي بلکې هغوى وايي خوښ دي چې د خپل هېواد په رغاونيزو چارو کې دغنده ونډه اخلي.

گڼ کاريگر چې دغلته په کار بوخت دي وايي چې ښايي د غزني د بيارغولو چارې ډېرې ژر بشپړتيايي پړاو ته ورسيږي. هغوى وايي کله چې د کارونو چټکۍ ته گوري نو په خبره يې له ټاکل شوې مودې وړاندې به دغه چارې بشپړې شي.

په پام کې ده د اسلامي تمدن په نامه د غزني ښار د نومونې وروستۍ غونډه د تلې/ ميزان په مياشت کې جوړه شي. تر هغه وړاندې کله چې د وري/ حمل په مياشت کې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په نوم د غزني په ښار کې کومه غونډه جوړه شوې وه، نو تر ډېره له نيوکو سره مله وه. خو د غزني چارواکي وايي چې په راتلونکې غونډه کې به دوى ټولې چارې په سمه توگه سمبال کړي او د چا د نيوکو لپاره به ځاى پاتې نه شي.

ورته مطالب