د لوړو زده کړو د قانون تصویب وځنډول شو

Image caption د لوړو زده کړو د قانون په مسوده کې د ملي مصیطلحاتو د ساتنې یا بدلون پر سر اختلاف د دې سبب شو چې د ولسي جرګې له خوا د دغه قانون تصویب یو ځل بیا وځنډول شي.

د لوړو زده کړو د قانون په مسوده کې د ملي مصیطلحاتو د ساتنې یا بدلون پر سر اختلاف د دې سبب شو چې د ولسي جرګې له خوا د دغه قانون تصویب یو ځل بیا وځنډول شي.

د دغې مسودې پر سر د ولسي جرګې د یو شمېر غړو ترمنځ اخ ډب هم رامنځ ته شو.

د افغانستان په اساسي قانون کې پوهنتون، پوهنځۍ او ګڼ شمېر نورې کلیمې او مصطلحات عملي او ملي مصطلحات بلل شوي او د ساتنې حکم یې شوی دی.

د لوړو زده کړو د قانون په مسوده کې چې د حکومت له خوا ولسي جرګې ته استول شوې یوازې پوهنتون او پوهنځۍ راغلي.

یو شمېر ولسي استازي ټینګار کوي چې په دغه قانون کې د پوهنتون او پوهنځي ترڅنګ باید دانشګاه او دانشکده هم راوړل شي.

په ولسي جرګه کې همدغه اختلاف یو ځل بیا د دغه قانون د تصویب مخه ډب کړه.

د افغانستان په اساسي قانون کې راغلي چې د پوهنتون، پوهنځي، ستره محکمې او لوی څارنوالۍ په شان ملي مصطلحات باید حفظ شي.

ځینو وکیلانو ویل چې ۷۹ کاله پخوا لا خلکو دانشګاه ویله.

خو یو شمېر نور ولسي استازي بیا وايي چې په دغه قانون کې د دانشکاه او دانشکده راوړل له اساسي قانون سره په ټکر کې دي.

تر اوږدو بحثونو وروسته د ولسي جرګې لومړي مرستیال میرویس یاسیني چې د جرګې مشري یې کوله پریکړه وکړه چې دغه موضوع باید د اساسي قانون پر پلي کیدو د څار کمیسیون ته واستول شي او د هغوی د تفسیر پر بنست یې په اړه پریکړه وشي.

شاوخوا پنځه کاله وړاندې هم چې کله د لوړو زده کړو قانون ولسي جرګې ته د تصویب په موخه استول شوی و د همدې اختلافي کلیمو له امله تصویب نه شو.

هغه مهال د اساسي قانون د پر پلي کیدو د څار کمیسیون نه و جوړ چې تفسیر یې وکړي، له همدې امله د لوړو زده کړو قانون د ولسي جرګې له اجندا وویستل شو.

ورته مطالب