کونړ کې د وسلو او پوځي وسایلو کانتینر نیول شوی

Image caption د وسلو تر څنګ کانتینر کې نور پوځي وسایل هم شته. عبدالحبیب سیدخیل

د افغانستان په ختیځ کونړ کې پوليسو هغه کانتينر نيولى چې وسلې اونور مواد په کې باروو.

د کونړ امنيتي چار واکي وايي، يوه امنيتي شرکت دغه وسله کابل ته لېږدوله چې دپلټنې پر مهال ونيوله شوه.

پر وسله لېږدونکي ګاړي دبهرنيو ځواکونو نښې لګېدلي ،دا لا نه ده روښانه چې وسله په څه موخه پلازمينې ته لېږديله. چار واکي وايي په کانتينر کې له ۵۰ ميله ډېره وسله باروه، چې اوه ېې درنې ماشينګڼې دي.

پوليسو داسداباد - جلا ل اباد پر لويه لار دپلټنې په يوه پوسته کې دغه وسلې اونور پوځي مواد نيولي.

د کونړ دپوليسو مشر مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل وايي وسله دعقاب په نوم ديوه ړنګ شوي خصوصي امنيتي شرکت ده او غوښتل ېې په پټه او ناقانونه ډول يې کابل ته ولېږدوي.

ښاغلى سيد خيل وايي پر کانټينر دبهرنيو ځواکونو جعلي نښې لګېدلي او دلېږد پر وخت د وسلو کانټينر دوه مرمۍ ضد ګاډو بدرګه کاوه، خو وايي هغه ګاډي له پوليسو تښتيدلي.

" دغه کانټينر دعقاب په نوم يوې کمپنۍ بار کړى او غوښتل ېې په پټه دغه وسلې له کونړه ولېږدوي. په دې کې ۴۵ ميله کلاشينکوف او او اوه ميله (پي کا) دي. په موټر کې دننه نور پوځي وسايل هم شته.

د تالاشئ پر وخت دکانټينر بدرګه کونکي ګاډي وتښتيدل خو موږ ېې دنيولو لټه پيل کړې. دعقاب په نوم امنيتي کمپنۍ نه تر اوسه راغلې او نه هم زموږ سره ثبت ده او دلته هيڅ مسووليت نه لري."

دغه نښې جعلي دي ،د دې لپاره لګول شوې چې پوليس پرې وغولوي او هغوی قاچاق وکړي))

پر وسلو سر بېره په موټر کې دمرمیو ضد واسکټونه مړدکي او نور ډېر پوځي او ناپوځي وسایل خوندي شوي.

چارواکي وايي دغه وسله دخاص کونړ له ولسوالۍ نه بار شوې. دغلته د بهرنيو ځواکونو يوه پوځي هډه هم وه خو اوس ېې افغان ځواکونو ته پرې ایښې. داسې ښکاري چې دغه وسله د همدغې پوځي هډې د ساتونکو ده.

چارواکي وايي يو شمېر امنيتي کمپنۍ تر ړنګيدو وروسته هڅه کوي ورسره شته وسلې حکومت ته د ورکړې پرځاى قاچاق کړي او يا ېې د دولت وسلوالو مخالفينو ته ورکړي.

ورته مطالب