اروپايي ټولنې د پولیسو خپل ماموریت وغځاوۀ

Image caption ایو پول افغانستان کې ۳۵۰ بهرني او ۲۰۰ کورني کارکوونکي لري، چې بهرني هغه یې د اروپايي ټولنې د ۲۳ غړو هېوادونو دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پولیسو ماموریت د ۲۰۱۴ د دسمبر تر پایه وغځول شو.

د اروپايي ټولنې له لوري خپره شوې اعلامیه وايي، چې د (ایوپول-افغانستان) بودیجه د ۲۰۱۳ کال د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۴ تر پایه ۱۰۸ میلیون یورو اټکل شوې ده.

د اروپايي ټولنې پولیسو دنده د افغان ملکي پولیسو د وړتیاوو پر لوړولو او له هغوی سره پر مرستې کولو راټوله ده.

دغه پولیس دا دنده هم لري، چې د پولیسو او عدلي څانګو ترمنځ اړیکي ټینګ کړي.

د اروپايي ټولنې له خوا د پولیسو په برخه کې تخصصي زده کړې چمتو شوې، چې تر دې مهاله یې د کورنیو چارو، عدلیې وزارتونو او لویې څارنوالۍ ته سلاکاران ګومارلي دي.

'ایو پول' افغانستان کې ۳۵۰ بهرني او ۲۰۰ کورني کارکوونکي لري، چې بهرني هغه یې د اروپايي ټولنې د ۲۳ غړو هېوادونو دي.

دا مهال د پولیسو کمېشنر کارل اوکه د دې ماموریت مشري کوي.

د سویډن دغه وګړی د ۲۰۱۲ کال په اګست کې په دې دنده وګومارل شو.

اروپايي ټولنه هڅه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره نورې مرستې جلب کړي، او په راتلونکو څو کلونو کې د قانون د واکمنۍ په برخه کې لانورې مرستې وکړي.

ورته مطالب