معترض استادان او محصلین د حکومت پرېکړه نه مني

Image caption تر ډېره د دوى شعارونه د افغان حکومت د تېرې ورځې د پرېکړې خلاف وو.

د افغان حکومت د پرونۍ پرېکړې پر ضد نن 'سې شنبه' د کابل پوهنتون له زرو زياتو محصلينو او استادانو لاريون وکړ او د دغې پرېکړې پر ضد يې شعارونه ورکول.

هغوى گواښنه کوله که چېرې افغان حکومت خپله پرېکړه بېرته وانخلي، نو د دوى په وينا دغه لاريونونه به د هېواد ټولو پوهنتونونو ته وغځول شي.

تېره ورځ يو شمېر افغان چارواکو د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي د اعتراض کوونکو د غوښتنو د پوره کولو ژمنه کړې وه.

د ننني لاریون انځورونه

هماغومره چې په دغې مظاهره کې د مظاهره کوونکو شمېر ډېر وو، هومره ورسره د امنيتي ځواکونو په شمېر کې هم زياتوالى ليدل کېده، ان تر دې چې د تاوتريخوالي ضد پوليسو په سترو زغره والو گاډو کې د دغه لاريون څارنه کوله، په لاريونيانو کې د کابل پوهنتون د گڼو پوهنځيو استادانو او محصلينو برخه لرله چې د ښځينه استادانو او زده محصلینو ونډه هم په کې د پام وړ وه.

دلاسا

تر ډېره د دوى شعارونه د افغان حکومت د هغې پرېکړې پر ضد وو چې تېره ورځ يې د يو شمېر معترضو محصلينو د دلاسا کولو لپاره کړې وه، دوى په يوه ساه نارې وهلې چې دغه پرېکړه قانوني بڼه نه لري او دوى يې منلو ته چمتو نه دي.

که څه هم چې په پلازمېنه کابل کې د پوهنتون د محصلینو لاريونونه ډېر ليدل شوي، خو ښايي دا لومړى ځل وي چې په گڼ شمېر کې د دغه پوهنتون استادانو په دغه لاريون کې برخه اخيستې ده.

د کابل د طب پوهنتون استاد ډاکټر عصمت الله سجاد وايي تر هغې پورې چې دغه شوې پرېکړه بېرته اخيستل شوې نه وي، او د دوى حيثيت اعاده شوى نه وي، نو له لاريونونو نه به لاس په سر نه شي:

''دا فیصله سمه فیصله نه ده، باید بېرته یې واخلي، د پوهنتون او استادانو حیثیت اعاده شي، دلته ګڼ محصلین او استادان راغلي، کله چې قانون تر پښو لاندې کېږي، زموږ او ستاسې او د ټول ملت دنده دا ده چې د پوهنتون د قانون او د استادانو د حیثیت د ساتلو دفاع ته ودرېږي. دوی باید دا ستونزه ژر حل کړي''.

دغو استادانو تر ډېره پر دې خبره ټينگار کاوه چې د قانون له مخې پوهنتون اکاډميک چاپېريال دى او په دغه چاپېريال کې ټولې ستونزې او نيمگړتياوې د پوهنتون د علمي شورا له خوا له منځه ځي.

اکاډیمیک چاپېریال

هغوى وايي چې د دغې علمي شورا پرته ان ولسمشر هم دا واک نه لري چې په اکاډيميک چاپېريال کې لاسوهنه وکړي او يا هم خپلې خوښې او غوښتنې پر هغوى وتپي.

د کابل پوهنتون د استادانو د شورا مشر پوهنمل محمد امير کامه وال وايي که چېرې يې غوښتنې و نه منل شي، نو د افغانستان د ډېرو پوهنتونونو محصلين او استادان له دوى سره يو ځاى کېږي:

''زموږ هدف د تورو تمبو شاته د هغې ناعادلانه فیصلې ضد یو عملي اقدام دی. نن به موږ دا ثابتوو، چې ان د ولسمشر له لوري هم د قانون خلاف فیصله زموږ لپاره د منلو وړ نه ده، د افغانستان ټول پوهنتونونه له موږ سره د یووالي او یوموټی کېدو هوډ لري''.

که څه هم د لوړو زده کړو وزارت وايي چې له دندو نه د دغو دوو تنو د لرې کولو خبره نه شته، بلکې د دغو چارواکو په وينا چې د ټولنيزو علومو مشر فاروق عبدالله ته يې په وزارت کې بله دنده په پام کې نيولې او د همدغه پوهنځي استاد کولاى شي چې له دې وروسته په نورو څانگو کې محصلينو ته زده کړه وکړي.

خو بيا هم معترضين دغه پرېکړه د هغو سياسي فشارونو پايله گڼي چې د بېلابېلو ډلو له خوا ولسمشر کرزى يې اړ ويستى چې د هغوى غوښتنو ته غاړه کېږدي، او وايي چې دغې پرېکړې ته به غاړه نه ږدي.

دغه لاريون کوونکي چې له کابل پوهنتونه تر ملي شورا پلي لاړل تر لږ ځنډ وروسته د ولسي جرگې يو شمېر استازي راووتل او له دوى يې غوښتنه وکړه چې خپل استازي دوى ته وروپېژني چې ورسره په راپېښ شوي کړکېچ خبرې وکړي.

د کابل پوهنتون ګڼو معترضو استادانو او د محصلينو ځينو استازو د ولسي او مشرانو جرگو له استازو او د مشرانو جرګې له مشر سره وکتل.

د ولسي جرگې د ديني او فرهنگي چارو د کميسيون مشره هيلۍ ارشاد چې په دغې ليدنې کتنې کې يې برخه لرله د دغې ناستې په اړه يې راته وويل:

''مسلمیار جلسې ته راغی محصلینو او استادانو ته یې دا ژمنه وکړه، چې تاسې به لومړی به خپل درسونه بېرته پیلوﺉ، او زه به له ولسمشر سره تاسې ته د کتنې وخت واخلم، د پوهنتون دروازې به نه تړﺉ، خو دوی ویل، که چېرې ولسمشر زموږ دا غوښتننه ونه منله، موږ به د پوهنتون دروازه تړو او نورو ولایتونو کې به هم خلک له موږ سره یوځای کېږي''.

Image caption د دغه وروستي اعتصاب گډونوال هم وايي چې هېڅکله به هم له خپل دريځه نه په شا کېږي.

د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو په پوهنځي کې دغه راټوکېدلې لانجه له شاوخوا يوې مياشتې وړاندې رادبره شوې چې ځينو محصلينو د اتو ورځو نه خوړو اعتصاب وروسته پر افغان حکومت خپلې هغه غوښتنې ومنلې چې له مخې يې د دغه پوهنځي مشر او يو تن استاد له خپلو دندو بدل کړي.

خو د دوى پر ضد د دغه وروستي اعتصاب گډونوال هم وايي چې هېڅکله به هم له خپل دريځه نه په شا کېږي.

هغوى وايي، تر هغې پورې چې افغان حکومت خپله شوې پرېکړه بېرته نه وي اخيستې، نو د دوى لاريونونه به روان وي، خو دا مالومه نه ده چې د ولسي او مشرانو جرگو د استازو له خوا ورسره شوې ژمنې به د دوى د غوسې کچه راټيټه کړي که څنگه؟

ورته مطالب