تخار پوهنتون له زورواکو خپله ۸۰۰ جرېبه ځمکه غواړي

Image caption اعتراض کوونکي وايي څو تنو زور واکانو د تخار پوهنتون شاوخوا اته سوه جریبه ځمکه غصب کړې ده او غواړي دلته د هستوګنې مېنې جوړې کړي.

د تخار ولایت د پوهنتون د ښوونکو او زده کوونکو درسي اعتصاب دویمې ورځې ته وغځېد.

دغه کسان وايي د زور واکانو له خوا د پوهنتون د شاوخوا اته سوه جریبه ځمکې د نیولو په وړاندې یې اعتراض پیل کړی دی.

د تخار پوهنتون یو شمېر ښوونکي وايي سره له دې چې د شرعي قوالو له مخې دغه ځمکې د پوهنتون اړوندې دي او سندونه هم په لاس کې لري خو وايي چارواکو تر اوسه پوهنتونو د ځمکو د ورسپارلو لپاره ګام نه دی اوچت کړی.

د پوهنتون یو شمېر استادان وايي د دوی یواځنۍ هیله دا ده چې روښانه شي دغه ځمکې د پوهنتون دي که نه باید دغه موضوع وڅېړل شي. چې محصلین او استادان په ارامیه روحیه خپلو زده کړو ته ورشي.

د تخار پوهنتون د ځمکو غصب کومه نوې خبر نه ده بلکې له څو لکونو راهیسې بحثونه پرې کیږي.

خو دا چې اصلي غصب کوونکي څوک دي څو ښوونکي یې د نوم له اخیستلو ډډه کوي او خپل ځان ته خطر احساسوي.

بل پلو یو شمېر زده کوونکي ګواښنه کوي که چارواکي ژر تر ژره په دې اړه ګامونه اوچت نه کړي نو دوی به ستر لاریونونه ترسره کړي د تخار پوهنتون یو تن محصل:

''د تخار پوهنتون لوېديځه برخه ځمکه د ځینو غاصبینو له خوا لاندې شوې، که چېرې یې د حکومت له خوا مخه ونه نیوله شي، د تخار پوهنتون او محصلینو ته له لویه ستونزه جوړه کړي. موږ ځکه جدي اقدام نه شو کولای، چې دوی وسلې لري، که مخې ته یې ودرېږو، شاید زموږ په وژلو هم سرپه ونه کړي''.

د تخار والي احمد فیصل بیګزاد دا مني چې د پوهنتون د ځمکې د زور واکانو له خوا نیول شوي دي او زیاتوي چې د موضوع د حل لپاره یې یو کمیسیون ټاکلی دی او په دې اړه به ژر یو تصمیم ونیسي.

د ښاغلي بېګزاد په وينا د پوهنتون ځمکې ټولو ته معلومې دي خو په ځینو سیمو کې یې حدود روښانه نه دي، خو وايي چا ته به د ددغو ځمکو د نیولو اجازه ور نه کړي:

Image caption د تخار ولایت چارواکي وايي د دغې موضوع د څېړنې لپاره یې یو کمیسیون ټاکلی.

''دا زما دنده هم نه ده د دوو تنو ترمنځ چې ادعا لري حدود یا کرښه وټاکم. دلته یوه تېروتنه موجوده ده ، هغه کسان چې د پوهنتون د ځمکې ادعا لري موږ یې هیڅ په رسمیت نه پېژنو. یواځې د پوهنتون د ځمکې لویدیځ سیمې په رسمیت پېژنو او غواړو چې د پوهنتون او هغوی ترمنځ حدود مشخص کړو. موږ چا د پوهنتون د ځمکې د غصب او نیولو اجازه نه ورکوو''.

د لاریون کوونکو په آند حکومت څو څو ځلې کمیسیونونه جوړ کړي دي خو تر دې دمه یې کومه مثبته پایله نه درلوده.

د تخار پوهنتون شاوخوا ۳۰۰۰ محصلین او نژدې ۱۵۰ ښوونکي لري.

دغه پوهنتون ۱۸۴۰ جریبه ځمکه لري چې دا مهال یې پر ۸۰۰ جریبه لانجه روانه ده.

ورته مطالب