کندهار: بهر ته د درملیزو بوټو پر لېږد بندیز ولګېد

Image caption کندهاري سوداګر د محصولاتو صادرولو له لارې هېواد ته پام وړ عاید راوړي.

کندهار کې د چاپېریال ساتنې ادارې له دغه ولایت څخه نورو هیوادونو ته د یوشمېر ‌طبي بوټو او تخمونو پر صادراتو بندیز لګولی.

دغه طبي بوټې او تخمونه چې د درملو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږې دکندهار په دښتو کې راشنه کېږې.

خو دکندهار دسوداګرۍ دخونې چارواکي وایي چې د چاپیریال ساتنې د ادارې وروستۍ پرېکړې د دوی په صادراتو کې په پراخه کچه لږوالی راوستی.

د تېر لمریز کال اوږدو کې له کندهاره د څه باندې ۶۰ ميليونه ډالرو په ارزښت وچه او تازه میوه، حبوبات او طبي تخمونه نورو هېوادونو ته صادر شوي وو، چې د نورو کلونو پر تله یې دوه برابره زياتوالى ښود.

خو په روان کال کې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې، له هېواده بهر د یوشمېر طبي بوټو پر لېږدولو چې د کندهار د صادراتو لویه برخه جوړوي بندیز ولګاوه.

دغې ادارې د انجې، ځیري او خوږه ولې پرصادراتو له دې امله بنديز لګولى، چې ګواکې دغه طبي بوټي دي او په لویه کچه صادرات به یې د له منځه تلو وېره رامنځ ته کړي.

ځیره، انجه او خوږولې دښتي بوټي دی چې د درملو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږې او هر کال په لویه کچه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونو مشر نصرالله زهیر وایې، چې د چاپېريال ساتنې د اداری وروستۍ پرېکړې د دوى په صادراتو کی ٦۵ سلنه لږوالی راوستی.

ښاغلی زهیر وایي، چې افغان دولت داسانتیاوو برابرولو پرځاې دوی ته خنډونه جوړوي، چې دغه څه د ده په خبره د سوداګرو تر څنګ د افغانستان اقتصاد ته زیان اړوي.

د کندهار سوداګر هر کال زرګونه ټنه بیلابیل محصولات لکه تازه او وچه میوه، حبوبات او طبی بوټي یو شمېر بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هندوستان ته لېږدوي، چې د دغه ولایت داقتصاد لویه برخه جوړوې.

د ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو، چې د سوداګرو د ستونزو په اړه د کندهار چاپيريال ساتنې رياست د مسوولينو نظر واخلو.

ورته مطالب