د خیبر ایجنسۍ مشرانو ننګرهار ته پر سفر د سولې او امن غوښتنه کړې

Image caption قبایلو مشرانو د پخوا په څېر دوی ته د حقونو ورکولو غوښتنه وکړه.

ننګرهار کې ازادو قبايلو د خېبر ايجنسۍ اپريدو قوم استازو د خپلو ستونزو او غوښتنو لپاره ننګرهار والي سره وکتل.

دغه غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د کوزې پښتونخوا د خېبر ايجنسۍ د اپريدو قوم بېلابېلو ټبرونو استازو په کې برخه اخيستې وه.

د راغلو قبايلو په استازولۍ ملک عبدالصبور خان اپريدي، وويل:

"موږ افغانان يو او افغانستان زمونږ ګډ کور دى، لر او بر پښتانه يو دي د يو مذهب د دين او ګډ فرهنګي اړيکو لرونکي يو، موږ پښتانه سوله او امن غواړو."

دوی وويل، چې پخوا د قبايلو مشرانو، نيکونو او پلرونو په افغانستان کې ازاده فضا کې ژوند کاوه، دافغانستان په حکومت کې په بېلابېلو وزارتونو کې يې دندې اجراء کولې، بچيانو يې په رحمان بابا او خوشحال خان لېسو کې زده کړې کولې، خو اوس دغه قبايل له پامه غورځول شوي او له هغو ټولو اسانتياو څخه بې برخې پاتې دي.

دوي د يادو غوښتنو او ستونزو د حل غوښتنه وکړه. د خېبر ايجنسۍ مشرانو وويل، موږ القاعده او ترهګر نه يو، موږ په لر اوبر کې سوله او امن غواړو او د دغه حکومت څخه مو ملاتړ اعلان کړى دى.

دوي زياته کړه، چې په قبايلي سيمو کې ډېر ظلمونه روان دي، کورونه مو بمبارېږي او زرګونه قومي مشران مو وژل کېږي.

دوي غوښتنه وکړه، چې د پخوا په څېر د قبايلو اوسيدونکو ته دې خپل حقونه ورکړل شي.

په همدې حال کې سلاکار وزير او ننګرهار والي ګل اغا شيرزي د ازادو قبايلو د خېبر ايجنسۍ د اپريدو قوم څخه خوښي څرګنده کړه، چې دوى جلال اباد ته لپاره راغلي، چې د خپلو حقونو غوښتونکي شوو.

والي شيرزي وويل:

"دا حقيقت دى، چې د لر او بر پښتنو په سيمو کې د اور لمبې بلې دي، بايد لر او بر پښتانه سره يو شي او پردو مداخله ګرو ته اجازه ور نه کړي، چې د دوي د سيمې امنيت خراب کړي."

ننګرهار والي وويل، چې د قبايلو د شته ستونزو د حل لپاره به هڅه وکړي، چې د حل لاره ورته ومومي.

شيرزي د خبرو پرمهال راغلو مشرانو سره ژمنه وکړه، چې سبا به د ننګرهار ولايت يو شمېر قومي مشران او يو شمېر دولتي چارواکي او هم به د قبايلو راغلو مشرانو سره ګډه ناسته کې وګوري او يادو ستونزو ته به د حل لاره ومومي.

د خېبر ايجنسۍ د قبايلو په غونډه کې د ولسي جرګي غړى فريدون خان مومند د خبرو پرمهال وويل ، په خېبر ايجنسۍ کې پراته قومونه افغانان دي، قبايل او افغانستان د يو بدن حيثيت لري او يو هېواد دى.

فريدون وويل، چې را ولاړې شوې ستونزې د قبايلو د يو شمېر قومي مشرانو کمزوري هم ده، چې په خپلو سيمو کې يې مخالفينو ځاى نيولى دى.

ده وويل ، چې لر او بر پښتانه افغانان دي بايد سره يو شي او د و طن بېليدونکو خلکو ته اجازه ور نه کړي، چې دغه وروڼه سره په یوه نوم او په بل نوم جدا کړي.

ده وويل ، چې د قبايلو قام د يو ستر دېوال حيثيت لري بايد حکومت ورته د پخوا په شان ځانګړې پاملرنه وکړي او بېرته پخواني قبايلو په څېر و روزل شي ترڅو دواړه خواوې ولسونه په سوله او امن کې خپل ژوند تر سره کړي.

ورته مطالب