برتانیا "د افغان بندیانو سپارلو ته چمتو ده"

Image caption وړاندې برتانوي چارواکو استدلال وړاندي کړى وو چې افغانستان کې د دغه کسان نيونه قانوني او د نړيوالو قوانينو سره سمه ده.

د برتانيا د دفاع وزارت وايې شاوخوا ٩٠ افغان بنديان چې د هلمند ولايت کې د برتانيا په پوځي اډه باسټين کې بنديان دي افغان چارواکو ته ورسپاري.

دا گام تر هغه وروسته پورته کېږي چې د بنديانو مدافع وکيلانو استدلال وړاندي کړى وو چې د دوى بندي کول غير قانوني دى.

مدافع وکیلان وايي له دې کسانو اته یې چې د دوی موکلین دي تر ۱۴ میاشتو پورې د کوم رسمي تور پرته په توقیف کې ساتل شوي دي.

تر دې وړاندي د برتانیا د دفاع وزیر فلیپ هاموند د باسټین په پوځي اډه کې د شاوخوا ٩٠ کسانو د ساتلو خبر تاييد کړى وو او ويلي وو، دا گام يې د امينتي لاملونو پر بنسټ پورته کړى او د دي موضوع په اړه يې د برتانيا د پارلمان استازي خبر کړي دي.

خو د ښاغلي هاموند په وینا د دې کسانو خوشي کول به برتانوي ځواکونه له ګواښ سره مخامخ کړي.

اوس د برتانيا د دفاع وزارت ويلي د بنديانو د سپارلو خوندي لاره يې موندلې ده.

برتانوي چارواکي وايې يو وار چې د تگ لارې او د قانوني مسوليتونو ستونزه هواره کړې بيا به د بنديانو د لېږدولو چارې پېل کړي.

تر دې دمخه د هغو قانوني اسنادو له مخې چې د بي بي سي گوتو ته ورغلي وو، اټکل کېږي لږ تر لږه ۸۵ شکمن کسان په هلمند ولايت کې د برتانېې په پوځي اډه باسټين کې ساتل شوي دي.

د بنديانو مدافع وکيلان په زندان کې د خپلو موکلانو شرايط د گوانتانامو له زندان سره پرتله کوي او د هغه هېواد له سترې محکمې غواړي چې دغه کسان خوشي کړي.

د باسټین کمپ د افغانستان په هلمند ولایت کې د برتانیا تر ټولو لویه پوځي اډه ده. هلته نږدې ٣٠٠٠٠ ښځينه او نارينه سرتېري ځاى پر ځاى شوي دي.

برتانوي ځواکونه چې افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک ایساف د یوې برخې په توګه کار کوي اجازه لري چې شکمن کسان تر ۹۶ ساعتونو پورې په توقیف کې وساتي.

خو د بنسټیزو استخباراتي معلوماتو تر لاسه کولو او یا ژوند ته د ورپېښو خطرونو په څېر استثنايي حالاتو کې دوی کولای شي شکمن کسان د اوږدې مودې لپاره په توقیف کې وساتي.

له دې مخکې د برتانيا دفاع وزارت ويلي و چې ایساف په افغانستان کې نه خو د شکمنو کسانو د توقیف کولو واک لري او نه هم اسانتیاوې.

په تېرنومبر کې د برتانيا دفاع وزیر فلیپ هاموند لخوا افغان ځواکونو ته د بندیانو پر سپارلو د بندیز لگولو وروسته برتانوي ځواکونو نه دغه بنديان ساتلاى شواى او نه يي افغان چارواکو ته ورسپارلاى شواى.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر اعظمي د برتانيا له لوري د افغانانو زنداني کول غير قانوني عمل بللى او وايي دغه کسان بايد افغان چارواکو ته وسپارل شي.

Image caption د برتانیا د دفاع وزیر فلیپ هاموند د باسټین په پوځي اډه کې د شاوخوا ٩٠ کسانو د ساتلو خبر تاييدوي او وايي دا گام يې د امينتي لاملونو پر بنسټ پورته کړى

ده زیاته کړه ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو لخوا نيول کېږي د هغو موافقو له مخې چې زموږ تر منځ موجودې دي بايد له يوې ټاکلې مودې وروسته افغان لوري ته وسپارل شي تر څو د شويو تړونونو په رڼا کې په افغاني محاکمو کي محاکمه شي.

د اتو تنو بندیانو د مدافع وکیلانو په وینا د دوی موکلین د هلمند او کندهار ولايتونو په کليو کې د برتانوي ځواکونو لخوا نيول شوي دي او د دغې پوځي اډې په یوه پټه ودانۍ کې له کابو ۱۴ میاشتو راهیسې بې له دې چې په رسمي ډول تورن شي ساتل شوي دي.

وکيلانو چې د خپل خونيدتوب لپاره له بي بي سي غوښتې چې نومونه يې افشا نه کړي ويلي چې دوی په لندن کې سترې محکمې ته د روان کال د اپريل په مياشتې کې غوښتنلیکونه سپارلي چې معلومه کړي دا بندونه قانوني دي که نه.

وړاندي د برتانيا دفاع وزارت چارواکو ويلي وو پر ډېرو دغو بندیانو شک کېږي چې برتانوي پوځیان یې وژلي او یا یې په بمي بریدونو کې برخه اخېستې ده.

برتانوي چارواکو استدلال وړاندي کړى وو چې افغانستان کې د دغه کسان نيونه قانوني او د نړيوالو قوانينو سره سمه ده.

ورته مطالب