د ۱۶ افغانانو وژنونکی امریکایی شاید له اعدامه وژغورل شي

Image caption د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده.

د ملکي افغانانو پر وژنې تورن امريکايي پوځي د وژنې پر جرم اعتراف کوى.

هغه امريکايي پوځي چې تېرکال د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې د ۱۶ ملکي افغانانو پر وژنې تورن دى، د وژنې د پړو له منلو سره هوکړه کړې ده.

د لومړي بريدمن رابرټ بيلز مدافع وکيل وويل د اعدام له سزا څخه د ژغول کېدو د يوې معاملې پربنسټ به هغه د قتل پرجرم اعتراف کوي.

څارنوالان وايي، بريدمن بيلز د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې گهيځ وختي له خپلې اډې وتلى او اډې ته ورڅېرمه په دوو کليو کې يې ملکيان وژلي چې ډېرې يې مېرمنې او ماشومان وو.

خو خبريالان وايي دغه معامله کېداى شي چې د واشنگټن او کابل اړيکې ترينگلي کړي؛ ځکه چې د قربانيانو کورنۍ هغه ته د مرگ سزا د ورکولو غوښتنه لري.

د کندهار په دوو کلیو کې د دغه امریکايی پوځي له خوا د ملکي افغانانو وژلو قهرجنې مظاهرې راوپارولې او د امریکا او افغانستان اړیکې یې زیانمنې کړې.

قصدي کړنه

افغان ولسمشر حامد کرزي د دغه امریکايي پوځي دا کړنه "قصدي" او "نه هېرېدونکی" عمل بللى و.

د افغانستان ولسي جرګې هم په دې اړه کلک غبرگون وښود او د ننه په افغانستان کې يې د تورن امريکايي پوځي د محاکمې غوښتنه وکړه، خو تورن پوځي له پېښې څو ورځې وروسته له افغانستانه وایستل شو.

د امريکا ولسمشر اوباما په دې اړه د يوه مناسب گام د اوچتولو ژمنه کړې وه.

د لومړي بریدمن رابرټ بېلز په اړه ویل شوي چې ۳۸ کاله عمر لري او له افغانستان نه یې مخکې څو ځلې په عراق کې دنده ترسره کړې ده.

د یادونې وړ ده چې له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې هېڅ امریکايي پوځي نه دی اعدام شوی.

ورته مطالب