ملي امنیت وايي، کابل کې د ستر برید پلان شنډ شو

Image caption د ملي امنیت اداره وايي، دغه کسان یې تېره شپه د عملیاتو پرمهال نیولي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د ځانمرګي بریدګرې ډلې مشر له پنځه تنه نورو ملګرو سره يي د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې د ملي امنیت د سرتېرو له خوا تېره شپه په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

له دغو ځانمرګو سره یوځای د افغانستان او پاکستان د مخابراتي شبکو سیم کارټونه، ځینې وسلې او ځانمرګي واسکټونه هم نیول شوي، چې هر واسکټ يې اته کیلو ګرامه وزن لري.

د ملي امنیت د ریاست ویاند شفیق الله طاهري وايي، د بریدګرو د برید موخه د دولتي ودانیو په نښه کول و:

''د عملیاتو پرمهال د افغان ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته کې یو بریدګر ووژل شو او پنځه تنه نور له وسلو سره ونیول شول. دغې ځانمرګې بریدګرې ډلې د حقاني ترهګرې ډلې په لارښوونه او د آی اس آی استخباراتي سازمان په همکاری غوښتل، چې په کابل ښار کې په یوه وخت پر دولتي ودانیو ځانمرګي بریدونه وکړي''.

وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې په ټول افغانستان کې يې خپل پسرلني بریدونه پیل کړي دي.

خو د ملي امنیت ریاست وايي، وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره د مخامخ جګړې وس نه لري، ځکه خو خپل بریدونه د پسرلي په راتگ سره پيلوي ، چې موخه يې یوازې د خلکو په منځ کې د وېرې او ترهې له خورولو پرته بل څه نه دي:

''د افغانستان وسله وال مخالفین او سیمه ییز همکاران يې د افغان امنیتي ځواکونو پروړاندې د ناتوانۍ له کبله نشي کولی چې جبهه يې جګړه وکړي، ځکه خو خپلې جګړې په پسرلي کې پیلوي.

په اوړي او پسرلي کې د ځان ښوولو لپاره بې هدفه وران کاره فعالیتونه ترسره کوي. دغه فعالیتونه د خالد ابن ولید د عملیاتو یوه برخه ده، چې د افغانستان د خلکو دښمنانو يې اعلان کړی دی''.

د ملي امنیت ریاست داسې مهال د دغو شپږو تنو د نیولو خبره کوي، چې په تېره یوه اونۍ کې دری ډله ییز ځانمرګي بریدونه ترسره شوي دي.

یو يې په کابل کې د کډوالی پر نړېوالې ادارې (آی او ام )، په پنجشېر کې د ولایت پر ودانۍ او په جلال اباد ښار کې د سره صلیب پردفتر ډله ییز ځانمرګي بریدونه شوي دي چې تر ډيره د افغان امنيتي ځواکونو له خوا کابو شوي دي.