کرزی وايي، امنیتي تړون ته د سولې راتلو شرط لرو

Image caption د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په اړه ښاغلي کرزي وویل، چې ټاکنې باید پر خپل وخت او د اساسي قانون مطابق ترسره شي

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د کلیو د پراختیايي شوراګانو په څلورمه ملي مشورتي غونډه کې د افغانستان په اړوندو څلورو مهمو مسایلو خبرې وکړې.

نوموړي د ملي پیوستون پروګرام یوه بریالۍ پروژه وبلله، خو په دې پلمه یې د هېواد د راتلونکي په باب پر څلورو موضوع ګانو مفصلې خبرې وکړې.

بهرني ځواکونه

هغه وویل، که څه هم له افغانستانه بهرني ځواکونه په وتلو دي، خو د هېواد امنیتي ځواکونه ورځ تر بلې د خپلې خاورې د دفاع جوګه کېږي.

حامد کرزي وویل "بهرني ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، او زموږ خاوره د خپلو بچیانو له خوا ساتل کېږي او دفاع ترې کېږي. په دې دفاع کې هره ورځ قربانۍ کېږي. زموږ امنیتي او ملکي کسان وژل کېږي. سږ کال د تېرو درېیو کلونو په پرتله دا قرباني ډېره وه، حال دا چې دا باید برعکس وای، طالبان وايي، دوی د بهرنیانو ضد جنګېږي، خو کله چې بهرنیان ووځي، تاسو له چا سره جنګېږﺉ".

ولسمشر کرزي د افغانستان روانه جګړه د بهرنیانو ضد نه، بلکې د هغوی په ګټه وبلله:

"ښکاره خبره ده، چې دلته جګړه د بهرنیانو ضد نه ده، بلکې د بهرنیانو لپاره جګړه ده، پر بهرنیانو برید نه دی، بلکې د بهرنۍ ګټې لپاره پر افغانانو بریدونه کېږي، که داسې نه وي، نو ولې د دغه هېواد مسلمان بچیان او پوځيان چې خاوره او بچیان ساتي، تاسو وژنئ، ماینونه ورته ږدﺉ، خپل ځانونه وژنئ. د افغانستان بهرني دښمنان د هېواد د نظام، تعلیم، اقتصاد او پراختیا نه غواړي، د طالب په نامه کسان رالېږي، تر څو زموږ د پرمختګ مخه ونیسي".

"پر افغان طالبانو غږ کوم چې: وروره ځینې کسان د دې خاورې پرمختګ نه غواړي، د خپل کور او اولاد د پرمختګ مخه نیسي، ویښ شه، هوښیار شه، خپل ټوپک له هغه ځان سره ملګری شه، چې د دې خاورې دفاع کوي. هرڅوک چې د دې خاورې دفاع کوي، ملا یې وتړﺉ، درناوی یې وکړﺉ".

سوله

د کنفرانس ګډونوالو ته حامد کرزي وویل، چې "موږ سوله غواړو، د افغانستان خلکو ثابته کړه، چې سوله غواړي، د سولې لپاره مو عالي شورا جوړه کړه، مشر یې په کې ووژل شو. د افغانانو لومړۍ هیله سوله ده، او خپله لومړۍ اړتیا یې بولي. څلور- پنځه میاشتې کېږي چې ځینې بهرني ملاقاتونه څه یو اړخیز څه دوه اړخیزه روان دي، که چېرې له یوې خوا موږ دې خاورې ته د سولې هیله لرو، او قربانۍ ورکوو، له بلې خوا بهرني نژدې او لیرې قوتونه زموږ د سولې له هیلو په ګټې اخیستو زموږ خلاف کارونه کوي".

کرزي د بهرنیانو مداخله د هېواد د پرمختګ د مخنیوي اصلي لامل وباله:

"یوازې د سولې له لارې موږ په منډه مخته ځو او پرمختګ کولی شو، خو د بهرنیانو له مداخلې پرته هېڅ نه شو کولای. بهرنیان زموږ پر لاره ولا نه ړل، او هڅه یې کوله، داسې لاره غوره کړي، چې د افغانستان خیر په کې نه شته. پاکستان دې کور نه دی، دا دې کور دی، خپل کور مه ویجاړه، هوښیار شه، لکه د پاکستان علماء چې هوښیاران دي، مولانا فضل الرحمن محترم سړی دی، هوښیارۍ ته یې قایل یم؛ ځکه چې د پاکستان تېرو ټاکنو پرمهال مې یوه ورځ پخپلو غوږونو واورېدل، چې ویل یې:

د پاکستان خلکو، پاکستان کې مسلمانان هم شته عیسویان هم شته، موږ هېڅ عیسوی په زور نه مسلمانوو، خو عیسوی او مسلمان دواړه پاکستانیان دي، د دې ملت برخه ده، په یوه اتقاف باید دا هېواد جوړ کړو، او یوځای رایه ورکړو. همدا وو چې د پاکستان ټولو علماوو ټاکنو کې برخه واخیسته، طالبانو یې برخه واخیسته، یوازې جنګېدونکو رایه ورنه کړه. له فضل الرحمن یې زده کړﺉ. ستا له نامه هر بهرنی دلته ویجاړۍ کوي".

امنیتي تړون

حامد کرزي امنیتي تړون د درېیم موضوع په توګه یاد کړ، او وویل چې:

"موږ شرط اېښی، چې "افغانستان له ناټو او امریکا سره په امنیتي تړون کې ګټې لري، غواړو له دوی سره امنیتي تړون لاسلیک کړو، خو دوی زموږ خاوره کې اډې غواړي، موږ حاضر یو دا ورسره ومنو، خو په دې شرط چې: لومړی دې افغانستان کې سوله او امن راشي، ټول افغانستان دې سره یو وي، حکومت دې قوي وي، بیا موږ له امریکا او ناټو سره تړون لاسلیکوو. له دوی سره اړیکه زموږ په ګټه ده، خو د افغانستان سوله دې لومړی تضمین شي، او له ګاونډيو سره دې زموږ اړیکه او د ناټو او امریکا معامله واضح شي، چې چېرته او په څه کې ده.

زموږ پوځ دې قوي شي، ښې پرېمانه پیسې دې راکړي، بیا به خبره کوو. موږ مصیبت ځپلي هېوادونه پرته له دې چې لیرې وګورو، تیت پرک او ټوښ ټوک شوي یو، جهاد مو وکړ، ګټه یې نړیوالو یووړه. له هرې خوا پر موږ فشار دی، دوی عجله کوي، چې دا تړون باید ژر لاسلیک شي، د هېواد ځینې خلک هم وايي، چې باید ژر لاسلیک شي، خو نه، که په دقت سره کار ونه کړ، تېرو تجربو ته ونه ګورو، افغانستان به هغه هدف ته ونه رسېږي، چې غواړي یې، د ګندمک او ډیورنډ تړونونو ته وګورﺉ، چې افغانستان یې له کومو ناورینونو سره مخامخ کړ".

ټاکنې

د راتلونکو ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو په اړه ښاغلي کرزي وویل، چې ټاکنې باید پر خپل وخت او د اساسي قانون مطابق ترسره شي:

"موږ باید خپل کور د تجربو ځای ونه ګرځوو، ولسمشریزې ټاکنې به کېږي، وبه ګورو، چې تاسو پخپله رای اچونه کې څومره دقت کوﺉ، زما په اند غوره کار به دا وي چې موږ د افغانانو د ملي اجماع له لارې دوه- درې کاندیدان راوباسو، بیا هر یو په میدان کې خپل اس وځغلوي، او هر یو خپل پلان او پروګرام اعلان کړي.

خو هرڅوک چې کاندیدېږي، زما په اند زما د لس کلنې تجربې له مخې باید – د هېواد ټوله خاوره له پامیره تر نیمروزه- د هېواد هر وګړي ته په مساويانه سترګه وګوري. پراخه سینه ولري، خلک ولسمشر ته هرڅه وايي، متخصصین خو رسنیو کې هرڅه وايي، هېڅ ری په کې ونه وهي، بلکې خپل کار ته دوام ورکړي.

د هېڅ بهرني تر چل او فشار لاندې رانه شي، هېڅ شی باید د ټاکنو مانع نه شي، کله چې نوی ولسمشر وټاکل شو، باید ټول یې ومني، ولسمشر هم باید ټول افغانان د ځان وبولي او ځان یې پروړاندې مسؤول وبولي. د نوي ولسمشر به درناوی کوم، او که یې مشوره راسره کوله، په عزت او احترام به مشوره ورکوم".

ورته مطالب