افغانستان کې "هره ورځ پنځه کوچنیان وژل کېږي"

Image caption د تېرو لسيزو په جګړو کې د نورو پوړونو تر څنګ ماشومانو ته هم پام وړ زيانونه اوښتي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف په دغه هېواد کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتنه کړې ده، چې د خپلو پوځي کړنو پر مهال د ماشومانو خونديتوب ته پام وکړي.

د ياد شوي بنسټ د رسنيو د برخې مشر عزيز فروتن بي بي سي ته ويلي هره ورځ په دغه هېواد کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

بله غاړه د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ويلي تېر لمريز کال د ښکېلو غاړو د پوځي کړنو له کبله ٣٣٨ ماشومان وژل شوي دي.

يادو شويو بنسټونو دا څرګندونې د ماشومانو د نړيوالې ورځې د را رسېدو په مناسبت کړې دي چې د جون مياشتې له لومړۍ سره برابرى خوري.

د تېرو لسيزو په جګړو کې د نورو پوړونو تر څنګ ماشومانو ته هم پام وړ زيانونه اوښتي دي.

يو شمېر ماشومانو خپل مشران له لاسه ورکړي او اړ شوي دي چې درانه کارونه وکړي.

بله غاړه ځينې نور د يو شمېر ښکېلو غاړو له خوا هڅول شوي چې ټوپکونو ته لاس کړي او نېغ په نېغه په جګړه کې ونډه واخلي.

همدا راز ګڼ شمېر ماشومان د ښکېلو غاړو په بمي چاودنو، بمباريو او نښتو کې وژل شوي دي.

په ځينو سيمو کې يې د نا امنۍ له کبله ښوونځي تړل شوي او د ښوونې روزنې له حقه بې برخې شوې دي، او داسې راپورونه هم شته چې جګړو او نا امنيو د ماشومانو پر روغتيا هم ناوړه اغېز کړی او له رواني ستونزو سره يې لاس او ګريوان کړې دي.

د ماشومانو د نړيوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د صندوق يونيسف غوښتنه دا ده چې ماشومان بايد د جګړو له ناوړه اغېزو وژغورل شي.

په کابل کې د دغه بنسټ د رسنيو د برخې مشر عزيز فروتن د جګړې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې ماشومانو ته خوندي چاپيريال برابر کړي.

يونيسف وايي په افغانستان کې هر ورځ ٥ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبه اوړي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون اجرايوي مشر محمد موسى محمودي هم بي بي سي ته وويل چې د تېر لمريز کال په ترڅ کې د ښکېلو غاړو د پوځي کړنو په ترڅ کېسلګونه ماشومان وژل شوي او ټپيان شوي وو.

"په ١٣٩١ لمريز کال کې له بده مرغه کمېسیون ٢١٦٧ پيښې ثبتې کړې دي چې وژل شوي دي. له دې ټولګې څخه نژدې ٣٣٨ کسان ماشومان وو،چې دا وژل شوي وو،او ٨٦٨ تنه نور ماشومان ټپيان وو."

لکه د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون چې وايي د افغانستان په روانه جګړه کې د بېلو غاړو له خوا ماشومانو ته زيان اوښتى دى.

نژدې يوه مياشت مخکې د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو د ګډو عملياتو په ترڅ کې ١١ تنه ماشومان ووژل شول، چې سيمه یيزو خلکو يې مړي په مرکز اسد اباد کې خبريالانو ته وښودل.

ولسمشر حامد کرزي هم دا چاره په سختو ټکو سره غندلې وه.

تر دې پېښې نژدې يوه مياشت مخکې بيا په خوست ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوۀ ځانمرګي بريد کې ٨ تنه ماشومان وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي سر بېره پر دې چې د ماشومانو نړيواله ورځ په غونډو او نورو کړنو سره لمانځل کېږي.

په کار ده چې افغان حکومت، د جګړې ښکېلې غاړې او نور اړوند بنسټونه داسې لارې چارې ولټوي چې د ماشومانو ژوند، روغتيا، پوهنه او نور حقونه تر پښو لاندې نه شي او خوندي وساتل شي.

ورته مطالب