ننګرهار کې تښتول شوي ماین پاکان راخوشي شول

Image caption دغه کسان چې د ننګرهار له اچين ولسوالۍ تښتول شوي وو، د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته خوشې شوي دي.

د ماين پاکۍ د يوې موسسې ۱۱ کارکوونکي چې شا او خو ۲۰ ورځې وړاندې د نامعلومو وسله والو له خوا تښتول شوي وو را خوشې شوې دي.

دغه کسان چې د ننګرهار له اچين ولسوالۍ تښتول شوي وو، د قومي مشرانو په منځګړيتوب بېرته خوشې شوي دي.

د ايم، ډي سي په نوم د ماين پاکۍ کورنۍ موسسې سيمه ييز مشر خداى نظر شينواري بي بي سي ته وویل، د دوی په راخلاصولو کې کومه معامله نه ده شوې.

د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضیا عبدالزي په وینا، د ماین پاکانو له تښتول کېدو راهیسې دوی هڅه کوله، چې دغه کسان خوشي شي. د نوموړي په وینا تښتول شوي ماین پاکان، چې ټول افغانان دي، د پولې هاخوا بیول شوي وو.

د مې میاتشې په لومړیو کې د ننګرهار امنيتي چارواکو ويلي و، ياد ماين پاکان د پوليسو له اجازې پرته داچين ولسوالۍ باندر سيمې ته تللي وو، چې په وينا يې نا څرګندو وسله والو وتښتول.

د ننګرهار دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي ويلي و، امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو د تښتول شويو ماين پاکانو د موندلو لپاره هلې ځلې پېل کړي دي.

له دې مخکې د تېرې اپریل میاشتې په وروستیو کې د افغانستان په سویلي کندهار ولایت کې ځايي چارواکو وویل، هغه نهه ماین پاکوونکي چې د وسله والو له لوري تښتول شوي وو د قومي مشرانو په منځګړيتوب راخوشي شوي دي.

افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسو چارواکي وایې، دغه هېواد کې ۴۵ سلنه له ماینونو ډکې سیمې لا هم نه دې پاکې شوې.

د ماینونو شتون په افغانستان کې لا هم یوه جدي ګواښ دى، چې د شمېرو له مخې هره میاشت په افغانستان کې په منځنۍ توګه څلویښت تنه د ماینونو قرباني کېږي.

ورته مطالب