کونړ کې چارواکي وايي پر والي د برید مخه یې نیولې

Image caption پوليسو هغه څلور ميله وسله چې پاکستاني پوځيان ېې کاروي هم خبريالانو ته وښوده.

کونړ کې پوليس وايي، هغه وسله ېې نيولې چې دکونړ پر والي دبريد لپاره چمتو شوې وه.

دکونړ پوليسو مشر وايي، دغه روسي ډوله وسله چې دپیر پر وخت څلور چاپيره اور بلوي، دنورګل په ولسوالۍ کې دکونړ جلا ل اباد لويې لار په اوږدو کې نيول شوې.

دپخواني شوروي اتحاد له وخته پاتي دغه وسله “لونداز چې يواځې يوځل پير کېږي، خبريالانو ته وښودل شوه.

دکونړ پوليس مشر مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل وايي يوې پاکستانۍ اورپکې ډلې، لشکر طيبه غوښتل دکونړ پر والي چې له کابله کونړ ته پرلاره و، پر همدغې وسلې بريد وکړي.

ښاغلى سيد خيل واېي، وسله مخکې له مخکې د بريد ځاى ته رسول شوې وه، خو د ده په وینا پوليسو دغه پلان شنډ کړاو دبريد مخه ېې ونيوله.

نوموړی دبريد ګرې ډلې د مشر نوم هم يادوي او وايي چې دغه کس له القاعدې ډلې سره هم تړاو لري او پوليس یې په لټه کې دي.

Image caption يوې پاکستانۍ اورپکې ډلې، لشکر طيبه غوښتل دکونړ پر والي چې له کابله کونړ ته پرلاره و، پر همدغې وسلې بريد وکړي. مل پاسوال عبدالحبيب سيد خيل

"لشکر طيبه غوښتل چې دوالي صيب پر موټر بريد وکړي،پوليس دشپې سيمې ته رسيدلي وو،دسهار درې بجې وې چې کمين رسوا شوو اوبريد ګر وتښتيدل،پوليسو وسله ونيوله ، دبريدګرو مشر قاري سليمان نوميږي چې په نورګل اونورو سيمو کې فعاليت کوي، پوليس ېې دنيولو په هڅه کې دي"

ددې تر څنګ پوليسو هغه څلور ميله وسله چې پاکستاني پوځيان ېې کاروي هم خبريالانو ته وښوده.

چارواکي وايي ددغې وسلې سره ېې درې کسان هم نيولي.

دکونړ دوالي وياند واصف الله واصفي وايي دکونړ پر والي دبريد دستور دپاکستان استخباراتي ادارې ورکړى وو.

ورته مطالب