'بې اسنادو ایران ته سفر مه کوﺉ'

Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې تيرو ترخو تجربو ته په کتو افغانان يوازې د قانوني اسنادو په لرلو سره کولاى شي هغه هيواد ته تگ راتگ وکړي

افغانستان چې له ايران سره په څو برخو کې گډه پوله لري، چې تر ډيره د دغه هېواد اوسېدونکي غواړي هغه هېواد ته په قاچاقي ډول سفر وکړي چې کله نا کله له ويرجنو پايلو سره هم مخامخېږي.

افغان حکومت ايران ته په ناقانونه توگه د ځينو افغانانو تگ ډېر خطرناک بللى او په ټولو خلکو يې غږ کړى چې له پاسپورټونو او ويزو پرته دې هغه هيواد ته له تگه ډډه وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي چې تېرو ترخو تجربو ته په کتو افغانان يوازې د قانوني اسنادو په لرلو سره کولاى شي هغه هېواد ته تگ راتگ وکړي:

غولول

''له پخوانيو خبرتیاوو وروسته د بهرنيو چارو وزارت له هغو افغانانو ته چې غواړي ايران ته سفر وکړي، غوښتنه کوي چې قاچاق کوونکي يې و نه غولوي او يوازې دې په پاسپورټ او وېزې په قانوني لارو تگ راتگ وکړي چې له گواښونو او خطرونو نه بچ پاتې شي''.

ايران د افغانستان لوېديځ ته پروت هغه هېواد دى چې پخپلو کې سره سلګونه کيلو متره گډه پوله لري.

هر کال سلګونه افغانان د کار موندلو لپاره په ناقانونه توگه له دغې پولې اوړي او له گڼو گواښونو سره، سره بيا هم هغه هېواد ته د سفر موزې په پښو کوي.

تېره مياشت ايراني پوله ساتو ځواکونو پر هغو سلگونه افغانانو بريد وکړ چې غوښتل يې هغه هېواد ته د کار کولو لپاره ولاړ شي، چې د ځينو رپوټونو له مخې يو شمېر دغه افغانان ووژل شول، ځينې يې ټپيان او د اتياوو په شاوخوا کې يې د ايراني پوليسو له خوا زندانونو ته يووړل شول.

ورته مطالب