'طالب مشرانو له ایراني استخباراتو سره نه دي کتلي'

Image caption طالبانو د دغه راپور په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایراني چارواکو به د هغه خپاره شوي راپور سپیناوی وغواړي، چې وايي تهران ته د طالبانو ځینو چارواکو/استازو سفر کړی دی.

خو په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې د طالبانو استازو د ایران له استخباراتي چارواکو سره نه دي کتلي.

کابل کې د ایران د سفارت د مطبوعاتو څانګې مامور رحمت الله ازاده، بي بي سي ته ویلي، چې ایران هغه راپورونه نه مني، چې ګني د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی او هلته یې د ایران له استخباراتي او امنیتي چارواکو سره کتلي دي.

وړاندې د ایران نیمه رسمي خبري اژانس (فارس) ویلي وو، تهران د افغان طالبانو یو پلاوی وربللی دی.

د فارس اژانس خبر ورکوي چې د شبنې په ورځ طالبانو د ایران له استخباراتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

فارس زیاتوي، پلاوی د قطر له سیاسي دفتره ورغلی و، چې څه موده وړاندې د ولسمشر کرزي له حکومت او طالبانو سره د خبرو لپاره پرانیستل شوی و.

اړیکي

د فارس اژانس نور جزییات نه دي ورکړی او نورو رسنیو د دې سفر په اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم ځینو افغان رسنیو دا راپور خپور کړی، خو تر دې مهاله طالبانو په رسمي توګه د دې سفر په اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی.

خو د طالبانو تحریک ته یو نژدې سیاسي شنونکی ایران ته د ځینو طالب چارواکو د سفر د تایید خبره کوي، او وايي چې ایران اوس امریکا ته د دې ښودلو په لټه کې دی، چې ګني د افغانستان په مسایلو کې رول ولوبوي.

د پاکستان اکسپرېس تریبیون ورځپاڼې هم ویلي، چې د طالبانو درې کسیزه پلاوی ایران ته د اړیکو د ټینګښت لپاره تللی دی.

دغې ورځپاڼې ادعا کړې، چې تېره ورځ د طالبانو دوو چارواکو ایران ته د خپلو مشرانو د تګ خبره ورته تایید کړې ده.

ورځپانې د طالب سرچینو له قوله دا هم ویلي چې ایران ته د طالبانو دغه پلاوی د ایران په بلنه ورغلی دی.

اکسپرېس تریبیون ورځپاڼې وړاندې لیکلي ''باور کېږي، چې ایران د دې لپاره طالبانو ته د ایران د سفر بلنه ورکړې، چې دا هېواد تر ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په هر بهیر کې رول ولري''.

خو د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده بیا وايي، چې وړاندې هم د اسلامي بیدارۍ په نامه کنفرانس ته ایران طالبان وربللي وو:

''وړاندې د طالبانو د رژيم د لوړو زده کړو وزیر حمد الله نعماني هم سفر کړی و''.

خو وحید مژده، له ایراني استخباراتي کسانو سره د دغه طالب پلاوي کتنې ته د شک په سترګه ګوري، چې په وینا یې شاید په عمومي توګه یې د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې کړې وي.

ښاغلی مژده وايي، دا چې د افغانستان ګاونډیان، په تېره بیا ایران اوس دې پایلې ته رسېدلی، چې طالبان افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پروړاندې یوه لویه مخالفه ډله ده، چې د دوی له سولې پرته د هېواد راتلونکی نه شي ډاډمنېدلی، همدا ده چې په وینا یې سوله باید له طالبانو سره وشي.

دغه افغان شنونکی وايي د ۲۰۱۰ کال تر لومړیو پورې ایران پر دې نظر و، چې ګني طالبان هېڅ خپلواکي نه لري، بلکې هرڅه د پاکستان له لوري کېږي، خو بیا وروسته یې نظر دا شو، چې طالبانو کې داسې کسان شته، چې په خپلواکه توګه فعالیت غواړي.

دی وايي، چې له طالبانو سره ایران له ۲۰۱۰ وروسته ډېر ټینګ کړل.

ورته مطالب