کابل پوهنتون استادانو اعتصاب له امله ټولګي تړل شوي

Image caption نن هم د کابل پوهنتون استادانو خپل اعتصاب ته دوام ورکړ او ټولګيو ته يې له ورتګه ډډه کوله.

د کابل پوهنتون يو شمېر محصلين وايي د پوهنتون د لسګونو استادانو اعتصاب دې ته لاره هواره کړې چې د پوهنتون د ګڼو ټولګيو دروازې تړلې پاتې شي.

نن هم د کابل پوهنتون استادانو خپل اعتصاب ته دوام ورکړ او ټولګيو ته يې له ورتګه ډډه کوله.

که څه هم د استادانو په دغه اعتصاب کې خبريالانو ته اجازه نه وه ورکړل شوې، خو بيا هم د لوړو زده کړو وزارت چارواکي دا مني چې لا هم د دغه پوهنتون د استادانو اعتصاب روان دى.

د کابل پوهنتون د استادانو درسي اعتصاب له هغه وروسته پيل شو چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي ځينو زده کونکو د نه خوړلو په اعتصاب کې د هغه پوهنځي د مشر او يو تن استاد د لرې کولو غوښتنه کړې وه.

اعتصاب کونکي استادان وايي دوى د خپل حيثيت د اعاده کولو غوښتونکي دي.

که څه هم د کابل پوهنتون نه د باندې د پوهنتون دننه وضيعت ارامه ښکاري، خو د دغه پوهنتون محصلين وايي چې ټولې خبرې دننه دي، هلته چې د خبريالانو ورتګ ورته ناشونى دى.

د پوهنتون له انګړه د هغو استادانو لوړ غږ له لرې اورېدل کېده چې په سپيکرونو کې غږېدل، خو امنيتي ځواکونو هېڅ يو خبريال ته دا اجازه نه ورکوله چې د پوهنتون انګړ ته وردننه شي.

که د کابل پوهنتون زده کونکي يو لړ غوښتنې لري، نو د همدغه پوهنتون استادان هم بيا بېلې غوښتنې لري.

هغوى وايي تر هر څه لومړى هغه تورونه بايد سپين شي چې پر دوى د ځينو زده کونکو پورې کړې دي.

که څه هم دغه اعتصاب له خبريالانو پټ پاتې کېده، خو د خبريالانو د پر له پسې غوښتنو وروسته پوليس اړ وتل چې د لوړو زده کړو وزارت وياند عظيم نور بخش د پوهنتون دروازې ته ور وغواړي او د خبريالانو پوښتتې ځواب کړي.

ښاغلى نوربخش هم دا مني چې په ګڼ شمېر کې د محصلينو او استادانو اعتصاب دوام لري، خو په خبره يې چې دوى هڅه کوي دغه روان کړکيچ پاى ته ورسوي.

"دغه غونډې چې پرون هم روانې وې نن هم روانې دي. يو شمېر اعتصاب کونکي غواړي د ټولنيزو علومو د پوهنځي په اړه د پېښ شوي کړکيچ په تړاو خپلې غوښتنې بيان کړي چې وزارت او د وزارت چارواکي يې د حل لارو د لټون په هڅه کې دي."

د کابل پوهنتون محصلينو او استادانو له هغه وروسته په اعتصاب لاس پورې کړ چې د ټولنيزو علومو د پوهنځي يو شمېر زده کونکو ملي شورا ته څېرمه د نه خوړلو اته ورځنى اعتصاب وکړ او په ترڅ کې يې د هغه پوهنځي د مشر او يو تن استاد لرې کول غوښتل، چې وروسته د همدغو اعتصاب کونکو پر ضد سلګونه نورو محصلينو او د پوهنتون استادانو پراخ اعتصابونه پيل کړل.

له هغه وروسته چې دغې کشالې سياسي بڼه خپله کړه د لوړو زده کړو وزارت يې په اړه پلاوى وټاکه چې د دغې پېښې اصلي لاملونه روښانه کړي.

په پام کې ده چې دغه پلاوی به په راتلونکو اتو ورځو کې خپلې نتيجې په ډاګه کړي.

په همدې حال کې داسې ګونګوسې هم اورېدل کېږي چې دغه اعتصاب نورو پوهنتونونو، د کابل پوليتخنيک، طبي پوهنتون او يو شمېر دارالمعلمينونو ته هم غځول شوی دى.

ورته مطالب