طالبانو ایران ته د خپل پلاوي سفر ومانۀ

ایران
Image caption طالبان وايي، وړاندې یې استازو د ایران ''د اسلامي ويښتابه کنفرانس'' کې هم ګډون کړی و.

طالبانو ایران ته د لوړپوړي طالب پلاوي د تګ خبر تایید کړی دی.

د قاري یوسف احمدي له ادرسه رسنیو ته استول شوې ویناپاڼه وايي، چې طالبان د ایران د فارس خبري اژانس هغه خبر تاییدوي، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته تللی و.

وسله والو طالبانو ویلي ''د طالبانو پلاوي او ایراني چارواکو د دواړو لویو د علاقې وړ موضوعاتو د څېړلو په اړه خبرې کړې دي''.

دوی وايي، چې پلاوی یې بېرته ستون شوی، خو دا یې نه دي ویلي، چې دا پلاوی چېرته ستون شوی، خو وړاندې داسې رپوټ و، چې دا پلاوی له قطر څخه ایران ته تللی و.

طالبانو ویلي، چې دا پلاوی د ایران په رسمي بلنې تهران ته تللی و، چې په وینا یې په تېرو څو ورځو کې ځینو لوړپوړو طالب مشرانو ایران ته یو بل سفر هم درلود.

وايي د دې سفر هدف د ایران د ویښتابه په کنفرانس کې ګډون کول وو، چې د ایران پلازمېنه تهران کې جوړ شوی و.

طالبان وايي، چې استازو یې دغه کنفرانس کې ''د خپلې برحقې داعیې په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل، او د افغانستان او نړۍ د مهمو مسائلو په اړه یې خپل دریځ په ډاګه کړ''.

د ایران فارس خبري اژانس مخکې ویلي وو، چې د اسلامي ویښتابه کنفرانس کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د لوړو زده کړو وزیر محمد الله نعماني او د میدان وردګو د هغه وخت والي شمس الدین پهلوان ګډون کړی و.

طالبانو دا هم ویلي، چې ایران ته طالبانو پلاوی خپل پیغام د بېلابېلو هېوادونو د استازو تر غوږونو رسولی دی.

Image caption طالبان وايي، استازو یې تهران کې له ایراني چارواکو سره د دواړو خواوو د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې کړې.

دوی وايي، چې استازو یې په ایران کې د افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې، چې دا مهال په ایران کې مېشت دي.

د افغان کډوالو ستونزې

طالبان وايي، استازو یې له ایراني چارواکو وغوښتل، چې د افغان کډوالو ستونزې حل کړي او په وینا یې ''د ترخو وقائعو د پېښېدو مخه ونیسي''.

وړاندې د طالبانو استازو د جاپان او فرانسې په نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کړی چې د طالبانو په وینا، خپل دریځ یې نړیوالو ته رسولی او پایلې یې مثبتې وې.

د طالبانو اعلامیه په پای کې کاږي، چې دوی د دوه اړخیز درناوي په چوکاټ کې تل د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د نېکو اړیکو د پاللو هڅه کړې، او دا تګلاره به مخته وړي.

خو تېره ورځ په کابل کې د ایران سفارت د ایران له استخباراتي چارواکو سره د طالب استازو لیده کاته رد کړل.

ورته مطالب