فراه او هلمند کې چاودنو ۱۰ ولسي وګړي وژلي

فراه
Image caption چاودنه د فراه جوین ولسوالۍ کې شوې ده.

د افغانستان سوېلي ولایت هلمند سنګین ولسوالۍ په ملازو سیمه کې یوې چاودنې د درو مېرمنو په ګډون شپږ ولسي وګړي وژلي دي.

د هلمند ولایتي ویاند عمر ځواک وايي، چې وژل شوي ولسي وګړي د جګړې له کبله سیمې پرېښودو ته اړ شوي وو، خو نن سهار خپلو سیمو ته د راستنېدو سره سم پرې د کورونو په دروازو کې چاودنې وشوې.

تېره ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزیر غلام مجتبی پتنګ دغې ولسوالۍ ته ورغلی و.

بل خوا، د فراه ولایت په جوین ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

وژل شوي ټول د ېوې کورنۍ غړي دي چې درې تنه یې ماشومان وو او د ماشومانو مور په دغې پېښې کې سخته ټپي شوې ده.

د فراه ولایت د والي وياند عبدالرحمن ژوندی د پېښې په اړه وايي: "نن سهار شاوخوا اووه بجې د فراه جوین ولسوالۍ په اړونده یوه سیمه کې یوه سراچه، چې د یوې کورنۍ پنځه غړي په کې سپاره وو، پر ماین ختلی، څلور کسان په کې وژل شوي او یو ټپي دی ".

تېره ورځ (جون ۳) پکتیا او لغمان ولایتونو کې چاودنو دوولس ولسي وګړي وژلي وو.

د فراه ولایتي ویاند وايي، په دې پېښه کې د ماشومانو مور سخته ټپي شوې ده.

د ښاغلي ژوندي په وینا، د ماشومانو ټپي شوې مور میندواره هم وه.

Image caption د فراه ولایت تر ټولو لوی برید په تېر اپریل کې د فراه د محکمې پر ریاست د ډله ییزو ځانمرګو برید و، چې لږترلږه ۵۰ کسان یې وژلي وو او تر ۹۰ ډېر یې ټپیان کړي وو، چې ډېری په کې ولسي وګړي وو.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دغه چاودنې او د ولسي وګړو وژنه "وحشیانه کړنه " بللې ده.

د تېرې مې پر ۲۷مه، هم د دغه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید د دوو بهرنیو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه څلور تنه ټپیان کړي وو.

او ترې وړاندې، د مې پر پنځمه بیا د مې پر پنځمه فراه ولایت کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور ملکي وګړي د ماین په چاودنه کې وژل شوي او پنځه نور چې درې یې ماشومان دي ټپیان وو.

خو د فراه ولایت تر ټولو لوی برید په تېر اپریل کې دفراه د محکمې پر ریاست د ډله ییزو ځانمرګو برید و، چې لږترلږه ۵۰ کسان یې وژلي وو او تر ۹۰ ډېر یې ټپیان کړي وو، چې ډېری په کې ولسي وګړي وو.

ورته مطالب