د ''افغان'' ټکي پر سر راټوکېدلی کړکېچ

Image caption اعترض کوونکو د افغانستان له ملي شورا او ولسمشر غوښتنه کوله چې د قانون د مسودې دغه ماده دې يو ځلې بيا له نظره تېره کړي او د بېلابېلو قامونو او ټبرونو نومونو ته دې په کې ځاى ورکړل شي.

که څه هم چې دغه قانون لا هم په ملي شورا کې تر هلاجۍ لاندې دى ، خو هغه مهال چې د ولسي جرگې له خوا تصويب شو، ورسره هم مهاله د گڼو غبرگونونو سره مخامخ شو.

پنځه ورځې وړاندې په فارياب ولايت کې هم د مدني ټولنې غړو، او د فارياب يو شمېر اوسېدونکو د دغې مادې پر ضد اعتراض وکړ چې تر دې دمه د دوى د اعتراضونو لړۍ روانه ده.

د فارياب ولايت د مدني ټولنې يو غړى داکتر معروف سمر وايي تر هغې پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي چې د قانون دغه ماده يې بدله کړې نه وي:

''دغه پرېکړه چې د افغانستان په ملي شورا کې وشوه ډېره ننگونکې پرېکړه وه، د افغانستان ټولو خلکو ته د منلو نه ده، موږ په همدې اړه خپل اعتراض پيل کړ چې نن يې پنځمه ورځ ده په دغه اعتراض کې زموږ سره د فارياب ولايت بېلابېل خلک برخه لري، د ښار د بېلابېلو ناحيو او ولسواليو خلک زموږ سره يو ځاى شوي، دغې خيمې ته راځي او زموږ نه ملاتړ کوي''.

مدني یون

په فارياب کې اعتراض کوونکي خپل دغه اعتراض ته د مدني حرکت او يون نوم ورکوي، هغوى وايي دا د دوى روا غوښتنې دي چې د افغانستان په اساسي قانون او نورو نړيوالو قوانينو کې دا د هر وگړي حق دى چې د خپل قام او ټبر په نامه وپېژندل شي.

د دوى په وينا، د افغانستان په اساسي قانون کې دغلته د ټولو مېشتو قامونو نومونه ياد شوي او په تېر کې هم د هر افغان په تذکره کې د هغه د قام او ټبر لپاره ځانگړى ځاى په نښه شوى و.

د فارياب ولايت اعتراض يوازې په همدغه ولايت کې ايسار پاتې نه شو، بلکې د دغو اعتراضونو لړۍ تر دې وړاندې د تخار ولايت ته وغځول شوه او نن سبا په مزارشريف ښار کې هم گڼو خلکو د قانون په دغه ماده کې د بدلون راوستلو خبره کوله.

د بلخ د پوهنتون استاده زيب النساء وايي چې د دوى دغه اعتراض د هغو دوو ولايتونو د خلکو په ملاتړ شوى چې د خپل هويت د څرگندولو غوښتنه کوي:

''د دغه اعتراض موخه چې تاسې يې نن شاهدان ياست د هغو خلکو په ملاتړ شوى چې څو ورځې وړاندې د فارياب او تخار په ولايتونو کې شوي وو، موږ غواړو چې زموږ په تذکرو کې دې زموږ هويت روښانه شي''.

دغو اعتراض کوونکو له ملي شورا په تېره بيا له مشرانو جرگې نه غوښتنه کوله چې د قانون د مسودې دغه ماده دې په هغه شان نه تصويبوي، لکه په تېر کې چې ولسي جرگې تصويب کړې ده.

هغوى دا رنگه له افغان ولسمشر نه هم غوښتنه کوله چې دغه قانون په دې بڼه نه لاسليک کوي چې د بېلابېلو قامونو او ټبرونو غوښتنې په کې له پامه غورځول شوي وي.

وروسته اعتراض کوونکو يو اوه ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوست چې په هغه کې پر ملي وحدت ټينگار شوى او له چارواکو غوښتنه شوې وه چې د افغانستان اساسي قانون ته دې درناوى وکړي.

Image caption د قانون جوړوونکي وايي، په ډېټابېس کې د هر قوم ځانګړنې شته، خو یوازې د تذکرې په کارت کې د افغان ټکی ذکر شوی دی.

د افغانستان د نفوسو د ثبت قانون چې شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د ولسي جرگې له خوا تصويب شو اوه څپرکي او نهه ديرش مادې لري، چې تر ټولو لانجمنه برخه يې د شپږمې مادې څلورم بند و چې په هغې کې ويل شوي و چې د هر افغان د قام او ټبر پر ځاى دې د افغان ټکى وکارول شي.

د دغه قانون د تصويب پر مهال هم د دغه بند په وړاندې غبرگونونه په ډاګه شول، خو د رايو له کارونې وروسته دغه ماده په بشپړه توگه تصويب شوه.

اوس دغه قانون د مشرانو جرگې تصويب ته وړاندې شوى، که څه هم دغې جرگې لا تر دې دمه پرې بحث نه دى کړى، خو که چېرې دغلته ورسره مخالفت وشي، د قانون له مخې د دواړو جرگو گډ کميسيون له ټاکلو وروسته به بيا هم پر همدغې مادې بحث کېږي، او که د ولسي جرگې په څېر دغه ماده تصويب شوه بيا يوازې د ولسمشر توشيح يا لاسليک ته اړمنه ده، که هغه يې لاسليک نه کړي بيا هم د قانون بڼه نه شي خپلولاى.

د قانون جوړوونکي وايي، په ډېټابېس کې د هر قوم ځانګړنې شته، خو یوازې د تذکرې په کارت کې د افغان ټکی ذکر شوی دی.

ورته مطالب