افغان-ترکمن-تاجک اورګاډي پټلۍ پروژه پرانيستل شوه

Image caption د دريو واړو مشرانو د اورګاډي پټلۍ دا پروژه خورا مهمه وبلله.

افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د چارشنبې پر ورځ (د جون ۶ مه) د اورګاډي پټلۍ غځولو سيمه ييزه پروژه پرانيستله.

اټکل دی د دې پروژې په بشپړتيا سره، د اورګاډي دغه پټلۍ دری واړه هېواودونه د پخواني شوروي له نورو هېوادونو او ان اروپا سره ونښلوي، او سوداګري يې لا نوره وغوړوي.

د اورګاډي دغه پټلۍ چې ۴۰۰ کيلو متره ده، لګښت يې ۱،۵ مليارډ ډالره اټکل شوی دی.

په وچه کې بند خو په طبيعي غازو شتمن ترکمنستان د خپلو طبيعی زېرمو صادرونې لپاره د سوداګرۍ لارې راګوري.

د اورګاډي دغې پټلۍ سره دا هيله هم تړلې چې د پټليو شته شبکه به د اروپا-اسيا له نورو برخو سره هم ونښلوي.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کال کې نړيوال ځواکونه له افغانستانه په وتلو دي، کابل د خپل اقتصاد پښو درولو لپاره شتمنو ګاونډيانو سره د سوداګرۍ پياوړتيا زيار باسي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د اورګاډي پټلۍ پروژې پرانيسته "تاريخي پېښه" وبلله، او هوډ يې څرګند کړ، چې افغانستان به يې د ريښتينوالي لپاره "خپل ټوال ځواک" کاروي.

ترکمن مشر قربان قلي بيردی محمدوف وويل "خپلو ټرانسپورټي امکاناتو او هم مو يې جيوپوليټيک موقعيت ته په کتو د نوې لار جوړولو پرېکړه وکړه".

ترکمنستان لېواله دی د انرژۍ له پلوه د مرکزي اسيا خپلو بېوزليو ګاونډيو سره د خپلو طبيعي زېرمو په شريکولو خپل اقتصاد هم وغوړوي.

Image caption د اورګاډي دغه پټلۍ په ۱۳۸۹ کال د ازبکستان د اورګاډي د شرکت په مټ د ۷۵ کیلومترو په واټن سره له حیرتان بندره د مزار شریف تر هوايي ډګره وغځول شوه.

په افغانستا ن کې د اورګاډي د دغې پټلۍ په تېرېدو سره به افغانستان د اورګاډ، له نړیوالو شبکې سره ونښلي.

د افغانستان د ټول ګټو وزارت مرستیال احمد شاه وحید بي بي سي ته ویلي، چې د اورګاډي د دغې پټلۍ نژدې ۸۵ کیلومتره ترکمنستان او تر درو سوو مترو ډېره برخه یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې غځول کېږي.

ښاغلی وحید دا هم وايي، چې دغه اوسپنیزه پټلۍ د کندوز د شیرخان بندر له لارې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي.

د ټول ګټو وزارت مرستیال وايي، افغانستان کې د اورګاډي د دغې پټلۍ جوړېدو لپاره دقیقې ارزونې او نقشې ته اړتیا ده، خو په اټکلي ډول نژدې ۳۵۰ میلیون ډالر لګښت پرې راځي.

نوموړی وايي، چې دا لګښت به د اسیا پراختیايي بانک ورکوي.

احمد شاه وحید وايي ''یو شمېر هېوادونه زموږ په هېواد کې د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو لپاره مرستې کولو ته لېواله دي چې د افغانستان له لارې د سیمې هېوادونه سره ونښلي، دا په سیمه کې د اقتصادي غوړېدا لپاره یو لوی ګام دی''.

د ښاغلي وحید په وینا، د اورګاډي دغه پټلۍ په بلخ ولایت کې د مزار شریف – حیرتان د اورګاډي له پټلۍ سره یوځای کېږي چې بیا وروسته د ازبکستان د اورګاډي د پټلۍ له شبکې سره نښلي.

د اورګاډي دغه پټلۍ په ۱۳۸۹ کال د ازبکستان د اورګاډي د شرکت په مټ د ۷۵ کیلومترو په واټن سره له حیرتان بندره د مزار شریف تر هوايي ډګره وغځول شوه.

همدارنګه، په ۱۳۸۵ کال کې د خواف-هراف د اورګاډي پټلۍ د ۱۳۰ کیلومترو په جوړېدو سره د هېواد په لوېديځ کې د ایران په مالي لګښت سره پیل شوه، چې هرات ښار ته څېرمه یې چارې نیمګړې پاتې شوې.

ایراني چارواکو ویلي چې د پاتې کار برخه پر مالي سرچینو پورې تړاو لري، چې نور یې باید د افغانستان حکومت لګښت پرغاړه واخلي.

که چېرې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ دغه پروژه جوړه شي، د افغانستان اقتصادي ګټې تر ډېره تامینولای شي.

د اورګاډي د پټلۍ جوړولو دغه هوکړه د درې واړو هېوادونو ترمنځ د روان ۱۳۹۲ کال په لومړیو کې د دغو هېوادونو د ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شوه

ورته مطالب