د سره صلیب کمېټه وايي ټول فعالیتونه نه ځنډوي

Image caption د سره صلیب نړیواله کمېټه ۱۵۰ کاله مخکې جوړه شوه او په افغانستان کې یې د فعالیتونو موده ۳۰ کلونو ته رسېږي.

افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، په دغه هېواد کې خپل ټول فعالیتونه، نه ځنډوي. وړاندې دغې کمېټې اعلان کړی و، چې په ټول افغانستان کې یې خپل فعالیتونه موقتاً درولي دي.

په افغانستان کې د دغې کمېټې مشر وايي، په ټول هېواد کې به د اورتوپیډي خدمتونو، روغتيايي فعاليتونو او د بندیانو سره د هغوی د کورنیو د اړيکو ټينګولو فعاليتونو په ګډون یو شمېر نورو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د دغې کمیټې چارواکي وايي، دا به لا مخکې له وخته وي چې ووايي په جلال اباد کې د دوی په نمایندګۍ شوی وسله وال برید به په افغانستان کې د دوی په فعالیتونو څه اغېز وکړي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر ګیرارډو پونټرانډولفي وايي، د احتیاطي تدابیرو په موخه یې خپل یو شمېر بهرني کارکوونکي د لنډې مودې لپاره له دغه هېواده ایستلي چې د دوی پر فعالیتونو یې اغیز کړی دی.

ښاغلي پونټرانډولفي په هغه مرکه کې چې د سره صلیب د کمېټې له خوا رسنیو ته استول شوې ویلي، په ننګرهار ولایت کې د دغې کمېټې پر دفتر د برید په اړه لا هم معلومات راټولوي او دا به مخکې له وخته وي چې ووايي، دغه برید په افغانستان کې د دوی پر کارونو څه اغېز کوي.

تیره چهارشنبه په جلال اباد ښار کې د دغې کمېټې پر دفتر د وسله والو کسانو د برید په پایله کې د دغه دفتر یو ساتونکی ووژل شو او یو بهرنی او دوه افغان کارکونکي یې ټپیان شول.

وژل شوي افغان ساتونکي ته د درناوي په موخه به سور صلیب، افغاني سره میاشت او د سره صلیب نړیوال فدراسیون سبا ته په افغانستان کې خپل ټول دفترونه د یوې ورځې لپاره تړلي وساتي.

د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی او وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.

د مدني ټولنې فعال هاشم مایار وايي، د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې یو بې بدیله بنسټ دی او نور بنسټونه یې فعالیتونه پرمخ نه شي وړای.

د سره صلیب نړیواله کمېټه ۱۵۰ کاله مخکې جوړه شوه او په افغانستان کې یې د فعالیتونو موده ۳۰ کلونو ته رسېږي.

له معلولینو سره پر پښو درېدو کې مرسته، د جګړې قربانیانو سره روغتیايي مرستې، د غذايي او غیر غذايي موادو وېش، په کور دننه له بې ځایه شویو سره مرستې او د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ د اړیکو ټینګول په افغانستان کې د دغه سازمان له فعالیتونو څخه دي.

ورته مطالب