په هلمند کې یوه ځانمرګي ۶ ګورجستاني عسکر ووژل

Image caption د ګورجستان د دفاع وزارت وياند وویل دغه مرگ ژوبله به يې پر ماموريت کوم اغيز ونه کړي او دوى پوره چمتو دي چې هغه څه ترسره کړي چې مسووليت يې د دوى پرغاړه دى.

د گورجستان لږترلږه شپږ تنه عسکر د افغانستان په سويل کې په يوه ځانمرگي بريد کې وژل شوي دي.

د گورجستان د دفاع وزارت يوه وياند ايرکلي جنلادزي وویل نهه نور سرتېري يې هغه مهال ژوبل شول چې ځانمرگي له چاودېدونکي توکيو ډکه يوه لارۍ هلمند کې د دوى اډې کې وچوله.

دا په تېره يوه مياشت کې دغلته د گورجستان پر پوځيانو دويم بريد دی چې د مشکوکو طالبانو له خوا ترسره کېږي.

تېره مياشت په ورته يوه بريد کې د دې هيواد درې سرتېري ووژل شول.

که څه هم چې گورجستان د ناټو غړى نه دی خو د ناټو په څو ماموريتونو کې يې برخه اخېستې ده او تر ۱۵۰۰ ډېر پوځيان يې همدا اوس د هلمند په ولايت کې ځاى په ځاى دي.

له ٢٠٠٤ میلادي کال راهيسې د گورجستان ٢٩ تنه پوځيان په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت وياند جنلادزي وویل دغه مرگ ژوبله به يې پر ماموريت کوم اغيز ونه کړي او دوى پوره چمتو دي چې هغه څه ترسره کړي چې مسووليت يې د دوى پرغاړه دى.

د پخواني شوروي اتحاد دغه پخواني جمهوريت کوسوا او عراق ته هم خپل سرتېري استولي وو.

ورته مطالب