برتانیا د افغان بندیانو د سپارلو لړۍ بیا پېلوي

Image caption تېره اونۍ بي بي سي مالومات تر لاسه کړل، چې کمپ باسټین پوځي اډه کې لسګونه افغانان له رسمي تورونو پرته بندیان دي.

د برتانیا د دفاع وزارت وايي، د افغانستان عدلي سېستم ته به د هغو افغان بندیانو د لېږد لړۍ د روانې میاشتې په وروستیو کې یو ځل بیا پیل کړي، چې د برتانوي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د برتانیا د دفاع وزیر فېلېپ هاموند له بندیانو سره د ناوړه چلند له ادعاو وروسته په نومبر میاشت کې افغان لوري ته د بندیانو د لېږد لړۍ درولې وه.

د دغه هېواد د دفاع وزارت وايي، د بندیانو د لېږد د خوندیتوب په اړه ډاډه دی او دغه بهیر به د جون له شپږویشتمې (۲۶) نېټې پیل کړي.

دا خبره په داسې مهال کې کېږي، چې تېره اونۍ بي بي سي مالومات تر لاسه کړل، چې کمپ باسټین پوځي اډه کې لسګونه افغانان له رسمي تورونو پرته بندیان دي.

ښاغلي هاموند دا ومنله، چې په افغانستان کې د برتانیې په دغه ستر پوځي مرکز کې نوي (۹۰) کسانو پورې شکمن وسله وال بندیان دي، خو زیاته یې کړه چې د دوی خوشې کول برتانوي پوځیانو ته ګواښ پېښولای شي.

د دفاع وزارت وروسته وویل، د دغو بندیانو د لېږد لپاره یې یوه خوندي لار موندلې ده.

د پروان زندان

دغه بندیان به په پروان ولایت کې د افغان ځواکونو زندان ته ولېږدول شي، چې له کمپ باسټین څخه شاوخوا ۷۰۰ کلومتره لرې دی.

د دفاع وزارت وايي، له تېرې نومبر میاشتې راهیسې له خپلو افغان همکارانو سره پر دې کار کوي، چې افغان قضايي سېستم ته د بندیانو د لېږد لړۍ بېرته روانولو لپاره یوه خوندي لار را وباسي.

د دفاع وزارت همدراز ویېلي، برتانیا به هغو زندانونو ته بندیان و نه لېږدوي، چې د جدي ناوړه چلند رښتینی ګواښ په کې موجود وي.

دغه وزارت وايي، له دوی سره ډېری بندیانو باندې شک کېږي، چې د برتانوي پوځیانو پر ضد یې د بمونو په جوړولو، چمتو کولو او یا خښولو کې یې لاس لرلی او یا پر برتانوي ځواکونو د ډزو پر مهال د جګړې په ‌ډګر کې نیول شوي دي.

دغه وزارت وايي، یاد شوي بندیان تر هغې د برتانوي ځواکونو لخوا ساتل کېږي، چې افغان ادارو ته د محاکمې لپاره وسپارل شي.

ښاغلي هاموند وویل، د پروان زندان په اړه د بشري بنسټونو لخوا مثبت رپوټونه ورکړل شوي، چې د دغه زندان حالات څاري. نوموړي وویل:

"زموږ ایتلافي متحدین هم اوس همدغه زندان ته بندیان لېږدوي. زه ډاډه یم، نیول شوي تدابیر به دا باوري کړي، چې بندیان به د ناوړه چلند له ګواښ سره نه مخامخېږي".

ده همدراز زیاته کړه:

" د جګړې په ډګر کې د کسانو نیول ځکه مهم دي، چې له لارې یې د هغه چا مخنیوی وشي، چې د برتانوي پوځیانو د وژلو نیت لري. زموږ پوځیان باید دا صلاحیت ولري، چې دښمنان د جګړې په ډګر کې ونیسي او د استخباراتي موخو لپاره ترې مالومات تر لاسه کړي او موږ به دې کار ته افغان قضايي سېستم ته د دوی تر شپارلو پورې ادامه ورکوو."

استثنايي حالات

برتانوي پوځیان په عادي حالت کې اجازه لري، چې په افغانستان کې شکمن کسان تر ۹۶ ساعتونو پورې له ځانه سره د بندیانو په توګه وساتي. خو په استثنايي حالاتو کې، د بېلګې په توګه د مهمو استخباراتي مالوماتو د لاس ته راوړلو په موخه دوی دغه بندیان تر دې اوږدې مودې لپاره له ځان سره ساتلای شي.

په کمپ باسټین کې د دغه لنډمهالي زندان په اړه د برتانیې پارلمان ته وخت په وخت مالومات ورکړل شوي، خو په دغه ځای کې د اوسنیو بندیانو شمېر تر هغې مالوم نه و، چې بي بي سي پرې تېره اونۍ رپوټونه خپاره کړل.

د دغو بندیانو له ډلې د اتو تنو مدافع وکیلان وايي، دغه کسان د برتانوي ځواکونو لخوا په هلمند او کندهار ولایتونو کې د چاپو پر مهال نیول شوي او تر څوارلسو ( ۱۴) میاشتو بې له دې چې لامل یې روښانه شي، په دغه بندخونه کې ساتل شوي دي. دوی استدلال وکړ، چې د دغو بندیانو بند ښايي ناقانونه وي او د لندن په ستره محکمه کې یې په دې اړه غوښتنلیکونه وسپارل.

دغه غوښتنلیک استدلال کوي، چې یاد شوي بندیان حق لري محکمې ته په دې موخه راوستل شي، چې بندي کېدل یې قانوني دي، که نه.

دا تر اوسه څرګنده نه ده، چې د جولای میاشتې لپاره د محکمې ټاکل شوی بشپړ بهیر به اوس پیل شي، که نه.

ورته مطالب