له کونړه نوازشریف ته ۲۵ زره لاسلیکونو سره لیک

Image caption لیک کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شو.

د پاکستان د نوي لومړي وزیر نواز شریف په نوم د شاوخوا پنځه ویشت زره کسانو له خوا لاسلیک شوی پرانستی لیک د کونړ د مدنې ټولنې د فعالینو له خوا لیکل شوی دی.

کابل کې د بي بي سي خبریال سمیع الله موسی زی خپل رپوټ کې کاږي، د لیک د لیکونکو په وینا دا لیک یې په دې تمه کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپاره، چې ګوندې نوی لومړی وزیر د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د کړنلارې بدلولو ته وهڅوي او په جګړه ځپلې افغانستان کې د جګړې ناورین پای ته ورسېږي.

د کونړ د مدني ټولنې له خوا په دې پرانیستي لیک کې نواز شریف ته په ټاکنو کې د بریالیتوب مبارکي ویل شوې خو پرې غږ شوی چې " په خپل ولس او پر موږ هم زړه وخوږوه او د دواړو غاړو سولې او ثبات ته مټې را ونغاړه"

په پرانیستې لیک کې د روانې جګړې د دوام په صورت کې د تیاره راتلونکې په اړه خبر داری ورکړل شوی او په کې راغلي چې که ښاغلي شریف "اوس هم دا اور مړ نه کړ، لمبه به یې موږ ایرې کړې، خو د سکروټو تاو به یې تاسو هم پایښت ته پرې نږدي"

د کونړ د مدني ټولنې غړی نظام الدین مالیار وايي نور باید د ده په وینا د جګړې بد رنګه لوبه پای ته ورسېږي. ښاغلي مالیار زیاته کړه همدا غوښتنه یې د نواز شریف مخې ته اېښې ده.

نوموړي زیاته کړه چې له ښاغلي شریف څخه یې غوښتي چې پر کونړ او نورو سیمو راکټي بریدونه پای ته ورسوي او د سولې او امنیت لپاره د افغان ولس ملاتړ وکړي.

افغانستان تل غوښتنه کړې چې د پولې پورې غاړه سیمو کې د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو مرکزونه، چې په افغانستان کې د نا امنۍ سرچینه ده باید وتړل شي. د پاکستان پر وړاندې د مدنې ټولنې غړو دې ورته غوښتنه لرله.

د کونړ د مدنې ټولنې غړی سید رحمن بې کور، وايي له پاکستان سره د ورورولۍ په فضا کې ژوند کول غواړي او دې هدف ته د رسېدو لپاره به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي و، له پاکستاني طالبانو سره به د سولې خبرې وکړي او پاکستان به د ترهګرۍ سره د جګړې له ډلې جلا کړي. خو نوموړي لا تر اوسه په افغانستان کې د روانۍ جګړې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب