کابل پوهنتون کې درسي اعتصاب ۱۲ مه ورځ هم دوام وکړ

Image caption د استادانو او محصلانو د درسي اعتصاب له پیل راهیسي د لومړي ځل لپاره رسنیو ته اجازه ورکړل شوه چې د خبري پوښښ لپاره د پوهنتون انګړ ته ورننوځي.

کابل کې د سلګونو محصلینو او یو شمېر استادانو درسي اعتصاب د دولسمې ورځې لپاره هم دوام درلود.

اعتصاب کوونکي د نورو غوښتنو تر څنګ د لوړو زده کړو پر وزیر د ضعیف مدیریت او په فساد کې د ښکېلتیا تور پورې کوي او د هغه د ګوښه کولو غوښتونکي دي.

خو د لوړو زده کړو وزارت پر وزیر لګول شوي تورونه ردوي او وايي، عبید الله عبید د څو استادانو او محصلینو پر غوښتنه له دندې نه شي ګوښه کېدای.

په کابل پوهنتون کې سلګونه محصلین او لسګونه استادان د دولسمې ورځې لپاره هم راټول شوي وو او د نورو غوښتنو ترڅنګ یې ټینګار کاوه چې د لوړو زده کړو وزیر باید له دندې ګوښه شي. زموږ همکار فهیم عابد کابل پوهنتون ته ورغلی و او خپل رالېږلي رپوټ کې کاږي، چې د استادانو او محصلینو د درسي اعتصاب له پیل راهیسي د لومړي ځل لپاره رسنیو ته اجازه ورکړل شوه چې د خبري پوښښ لپاره د پوهنتون انګړ ته ورننوځي.

دوی دغه راز وايي، هغه استادان باید بېرته پر دنده وګومارل شي چې په دې وروستیو کې تقاعد شوي او تر هغه چې توان لري باید درس ورکولو ته دوام ورکړي.

اعتصاب کوونکي ادعا کوي چې د کابل د ټولو پوهنتونونو استازیتوب کوي او تر هغه یې چې غوښتنې نه وي منل شوي، خپل درسي اعتصاب ته به دوام ورکوي.

خو د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظیم نوربخش، د اعتصاب کوونکو له یو شمېر غوښتنو ، لکه د لوړو زده کړو د قانون تصویب او د پوهنتونو د خپلواکۍ سره موافق دی او وايي وزارت لا له وړاندې د دې اهداف تر لاسه کولو لپاره هڅې کړي دي.

ښاغلی نوربخش دا ردوي چې ګواکې د لوړو زده کړو وزیر دې په فساد کې ښکېل وي او ضعیفه مدیریت دې کوي.

دغه اعتصاب ۱۲ ورځې وړاندې وروسته له هغه پیل شو چې د ټولنیزو علومو یو شمېر محصلینو د اتو ورځو لپاره د نه خوړو اعتصاب وکړ او د یو شمېر استادانو د ګوښه کولو غوښتونکي شول.

د ولسمشر سلاکار نعمت الله شهراني د ولسمشرۍ ماڼۍ په استازیتوب اعتصاب کوونکو ته وویل، غوښتنې یې منل شوي، نو ځکه دې خپل اعتصاب پای ته ورسوي.

تر دې وروسته بیا د لوړو زده کړو وزارت په یوې خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د استادانو د ګوښه کولو موضوع سمه نه ده او په کابل پوهنتون کې د ستونزې د حل لپاره یې دوه کمېټې جوړې کړي چې په ۱۰ ورځو کې به په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي. خو اوس جې دغه ۱۰ ورځې پوره شوې، د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کمېټې کار لا هم دوام لري.

ورته مطالب