مزار شریف نوی نړیوال هوايي ډګر رغول شوی

Image caption د مزار شریف د هوايي ډګر د رغولو په چاره کې د جرمني د څه باندې ۶۲ میلیونه ډالرو د مرستې سربېره متحده عربي اماراتو هم څه کم یو نیم میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د افغانستان په شمال، د مزار شریف په ښار کې نوی نړیوال هوايي ډګر د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر له خوا د یکشنبې په ورځ (جون، نهمه) پرانیستل کېږي.

د بلخ په مرکز مزار شریف کې نوی جوړ شوی نړیوال هوايي ډګر چې د رغولو چارې یې دوه کاله وړاندې پیل شوې وې، د مولانا جلال الدین بلخي په نوم نومول شوی دی.

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد د دې هوايي ډګر د پرانیستلو په اړه بي بي سي ته وویل، "د مزار شریف نړیوال هوايي ډګر په یوه ورځ کې د زرو کسانو د ښکته کېدو ظرفیت لري."

چارواکي وايي د مزار شریف د هوايي ډګر د رغولو په چاره کې د جرمني د څه باندې ۶۲ میلیونه ډالرو د مرستې سربېره متحده عربي اماراتو هم څه کم یو نیم میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

د دوی په وینا د مزار شریف هوايي ډګر د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شوی او په پرمختللو وسایلو سمبال دی.

یوه امنیتي مسؤول بي بي سي ته وویل په دې هوايي ډګر کې د اکسرې پرمختللي ماشینونه نصب شوي دي.

د چارواکو په وینا د ترکیې، ایران، پاکستان او هند هوايي شرکتونو له مزار شر یف نړیوال هوايي ډګر څخه د الوتلو لپاره تیاری ښودلی دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویله د شنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل په مزار شریف کې د هوايي ډګر جوړول او د قنسلګرۍ پرانیستل په دې مانا دي چې جرمني له افغانستان سره ښې اړیکې او مرسته کول غواړي:

"په مزار شریف کې د جرمني د قونسلګرۍ پرانیستل د افغانانو لپاره یو قوي پیغام دی او هغه دا چې موږ غواړو ستاسې له هېواد سره د ډاډ وړ، تل پاتې او باثباته اړیکي ولرو. په مزار شریف کې د هوايي ډګر پرانیستنه په دې مانا ده چې موږ په افغانستان کې د ملي پراختیا ملاتړ کوو."

د المان د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر افغان چارواکو سره هم وکتل.

نوموړي ویلي له ۲۰۱۴ کال وروسته به ۸۰۰ جرمني سرتېري په افغانستان کې پاتې شي او هېواد به یې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب