مالیې وزارت د بیمې قانون اصلاح کوي

Image caption د مالیې وزارت چارواکي وايي، بیمه د معاصر ژوند یوه مهمه برخه ده او تکل یې کړی چې په افغانستان کې یې دود کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د بیمې قانون د اوسني عصر غوښتنو ته ځواب نه وايي، چې له همدې امله یې په ځینې برخو کې ورته تعدیل راوستی او ډېر ژر به د عدلیې وزارت ته د قانوني پړاونو د بشپړولو په موخه واستول شي.

دوی وايي، په افغانستان کې د عامه تصور پر خلاف د بیمې یو دولتي او درې خصوصي شرکتونه د هر ډول بیمې اسانتیاوې لري او له رسنیو غواړي چې خلک په هېواد کې دننه د بیمې له شته خدمتونو خبر کړي.

زموږ همکار فهیم عابد چې د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکو او سوداګرو سره خبرې کړي وايي، یو شمېر خلک یا بیمه نه پېژني او چې پېژني بیا وايي، دا باور نه لري چې د بیمې شرکتونه به د زیان پر وخت تاوان ورکړي.

د مالیې وزارت چارواکي وايي، بیمه د معاصر ژوند یوه مهمه برخه ده او تکل یې کړی چې په افغانستان کې یې دود کړي.

د مالیې وزارت د بیمې چارو مشر عارف حمید وايي، له همدې امله یې د بیمې قانون کې یو شمېر بدلونونه راوستي او ژر به یې د عدلیې وزارت ته واستوي.

ښاغلي حمید چې د افغانستان د بیمې شرکتونو په ګډون جوړه شوې غونډه کې یې خبرې کولې وویل، په قانون کې یې ځکه بدلون راوستی چې د اوسني عصر غوښتنې ځواب کړي.

"موږ په افغانستان کې د بیمې قانون لرو. داسې نه ده چې موږ دې په یوه برخه کې فعالیت کوو خو قانون دې ورته نه لرو، خو زموږ قانون د اوسني عصر غوښتنو ته ځواب نه ورکوي."

دغه قانون چې اوس په کې بدلون راوړل کېږي پنځه کاله وړاندې تصویب شوی و.

د افغانستان د بیمې د چارو مشر وايي په هېواد کې هر ډول اړینه بیمه شته خو خلک پرې خبر نه دي او له رسنیو غوښتنه کوي چې دې موضوع ته پام وکړي.

وړاندې داسې انګېرل کېده چې په افغانستان کې شته د بیمې شرکتونه یوازې د تجارتي بیمې خدمتونه لري خو اوس د بیمې د یوه خصوصي شرکت مشره سکینه بانو غضنفر وايي، شرکت یې د ژوند بیمې په ګډون د بیمې ټول خدمتونه وړاندې کوي.

"موږ په ټولو هغو برخو کې فعالیت کوو چې قانون راته اجازه راکړې. مثلا د کارګو، صحت، موټرو او د الوتکو د بیمې په برخه کې. یعنې په ټولیزه توګه ۶۰ ډوله بیمه لرو، چې فردي بیمه هم په کې شامله ده."

اوس مهال په افغانستان کې د بیمې یو دولتي او درې خصوصي شرکتونه فعالیت کوي چې کارونه یې تر ډېره پر تجارتي بیمې او د هغو پروژو پر بیمه کولو ورټول دي چې تمویل کونکي یې غواړي.

ورته مطالب