مخابراتو وزير په مشرۍ پلاوى اذربايجان ته لاړ

Image caption د مخابراتو وزير په مشرۍ تللى پلاوى به له اذربایجان سر د يوې بلې برېښنايي طرحې په اړه هم خبرې وکړي.

د افغانستان د مخابراتو د وزير اميرزي سنګين په مشرۍ يو پلاوى اذربايجان ته لاړ، چې د برېښنايزې حکومتولۍ په برخه کې د هغه هېواد له تجربو ګټه واخلي.

په کابل کې د ښاغلي سنګين د دفتر چارواکو ويلي چې اذربايجان د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې ښه نوم لري، او پخوا يې له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه، چې په دې برخه کې به يو شمېر افغانان وروزي.

د مخابراتو وزارت په کور دننه هم تېره اوونۍ د افغان وګړو لپاره داسې سيالي اعلان کړه که چا د حکومت د کارونو د ښه کولو او اسانولو په موخه کارنده پروګرامونه جوړ کړل، له ٢٠٠٠ ډالرو واخله ان تر ٨٠٠٠٠ ډالرو پورې جايزې به ورکړي.

په کابل کې د مخابراتو د وزير اميرزي سنګين دفتر بي بي سي ته وويل تېر ځل ښاغلى سنګين د يوۀ رسمي سفر په ترڅ کې اذربايجان ته تللى و.

د هغه هېواد لوړ پوړو چارواکو ورسره ژمنه کړې وه چې د برېښنايي حکومتولۍ د ټينګولو په برخه کې به ورسره مرسته کوي.

د مخابراتو د وزير د دفتر ریيس غلام جيلاني وزيري بي بي سي ته وويل چې د هماغې ژمنې پر بنسټ يو ۲۳ کسيز پلاوى د اونيز سفر په موخه هغه هېواد ته ولېږېده چې ګڼ شمېر يې د ټکنالوژۍ د برخې مسلکي کسان دي.

ښاغلي وزيري وويل چې دا موقع د ملګرو ملتونو پرمختيايي بنسټ برابره کړه.

د مخابراتو وزير په مشرۍ تللى پلاوى به د هغه هېواد له چارواکو سره د يوې بلې برېښنايي طرحې په اړه هم خبرې وکړي، چې موخه يې د برېښنايي اسانتياوو له لارې د حکومت او وګړو ترمنځ اړيکي پيدا کول او ټينګول دي.

افغان پلاوى داسې مهال اذربايجان ته ولېږدېد چې تېره اوونۍ د مخابراتو وزارت د مخابراتي، معلوماتي، او موبايل ټکنالوژۍ په برخو کې د ډيوې په نامه د پروګرامونو جوړولو سيالي اعلان کړه.

اړوند چارواکو ويلي و چې کوم شمېر افغانان ښه او کارنده پرګرامونه جوړ کړي له ٢٠٠٠ ډالرو واخله ان تر ٨٠٠٠٠ ډالرو پورې جايزې به ورکړل شي.

د مخابراتو وزير اميرزي سنګين ويلي وو له دغو پروګرامونو څخه به د حکومت د کارونو او عامه خدمتو د ښه کولو په برخه کې کار اخیستل کېږي چې په وينا يې په کارونو کې روڼاوى پيدا کېدل، چټکتيا رامنځ ته کېدل، او د فساد مخنيوی يې له سترو موخو څخه دی.

ورته مطالب