کرزی: د ترهګرۍ ضد جګړې سخت دریځي زیږولې

حامد کرزی
Image caption ښاغلي کرزي دا هم ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه باید اسلامي هېوادونو ته د استعمار په نظر ونه ګوري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د امریکا او اسلامي نړۍ کې نړیوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي، چې په اسلامي نړۍ کې د ترهګرۍ ضد جګړه د سخت دریځۍ د ډېرو لامل شوې ده.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي په ۲۰۰۰ کال افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې نه یوازې دغه هېواد او سیمې ته خوشالي او ارامي راوړې ده، بلکې په وینا یې "ناوړه اغېز یې ان تر افریقايي هېوادونو" رسېدلی.

د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره خپره شوې ویناپاڼه د حامد کرزي له خولې وايي، چې د ترهګرۍ ضد جګړه د دې لامل شوې، چې "له پاکستانه راوتلې سخت دریځي افغانستان او بیا ان د افریقا تر مالي او نایجریا پورې وغځېږي".

ښاغلي کرزي اسلامي هېوادونو کې د ترهګرۍ زیاتېدل په دغو هېوادونو کې د ترهګرۍ له ضد جګړې راوتلي بللي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د اسلامي نړۍ او امریکا ترمنځ نړیوال کنفرانس ته دا هم ویلي چې "اسلامي هېوادونو کې دا ذهنیت په ډېرېدا دی، چې ګني سخت دریځي د لوېديځ له خوا تقویه کېږي".

دا مهال افغانستان کې د امریکا او اوو څلوېښتو نورو هېوادونو پوځيان د ترهګرۍ ضد جګړې په مبارزې بوخت دي.

افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه د امریکا په ګرد تاریخ کې تر ټولو ډېره لګښتي جګړه بلل شوې ده، چې په کور د ننه سخت مخالفان او موافق کسان هم لري.

افغانستان کې د تېرو دوولسو کلونو په درشل کې د پام وړ پرمختیاوو ته په اشارې سره ښاغلي کرزي د امریکا، لوېديځو، او اسلامي هېوادونو له همکاریو مننه کړې.

ناورین

ښاغلي کرزي ویلي "نن له پاکستانه نیولې تر نایجریا پورې اسلامي نړۍ له ناورین سره مخامخ ده".

نوموړی وايي، چې لوېديځ باید اسلامی هېوادونو ته د ترهګرۍ ضد جګړې د پایلو په اړه توضیحات ورکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي کرزي ویلي چې "د امریکا له ولسمشر بارک اوباما او نورو لوېديځو مشرانو سره مې د کتنې پرمهال څو ځلې پوښتلي چې ایا موږ د ترهګرۍ ضد جګړه کې بریالي شوي یو او یا مو د ترهګرۍ لپاره کوم مشخص تعریف موندلی دی، او ایا د ترهګرو پټن ځایونو ته مو سم پام کړی؟".

Image caption ښاغلي کرزي اسلامي هېوادونو کې د ترهګرۍ زیاتېدل په دغو هېوادونو کې د ترهګرۍ له ضد جګړې راوتلي بللي.

ښاغلي کرزي دا هم ویلي، چې لوېدیځ هېوادونه باید اسلامي هېوادونو ته د استعمار په نظر ونه ګوري.

نوموړي دا هم ویلي، چې لوېديځ هېوادونه دې اسلامي نړۍ ته پخپلو اړیکو کې متقابلې ګټې هم په پام کې ونیسي.

حامد کرزی زیاتوي: "ډېر داسې شیان شته، چې موږ مسلمانان باید پخپلو ټولنو او دولتونو کې هغه اصلاح کړو. د سواد کچه لوړه کړو، له بدلون سره ځانونه عیار کړو، او د نړۍ او نورو دینونو په باب ډېر زغم ولرو".

د امریکا او اسلامي نړۍ دغه نړیوال کنفرانس د تېرې دوشنبې په ورځ د قطر مرکز دوحه کې د "یوه لسیزه خبرې" په نامه د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د نویو اړیکو د ټینګښت په موخه جوړ شو.

ورته مطالب