د زابل کلات کې ډله ییز برید پای ته ورسېد
دغه برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه تر سره کېږې چې اوو وسله والو د کابل پر نړیوال هوایي ډګر برید وکړ.
د زابل ولایت د مرکز کلات ښار ډله ییږ برید د ۷ تنو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.
د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار وایي، دغه برید کې د ولایتي شورا د یوه غړي او څلورو پولیسو په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي او اووه کسه بریدکونکې وژل شوي دي.
د رسولیار په وینا، برید له غرمې مخکې شاوخوا ۱۰ بجې هغه مهال پیل شو، چې یوه ځانمرګې برید کونکي خپل د چاودیدونکو توکو ډک موټر دزابل د ولایتي شورا ودانۍ ته څېرمه والوزاوه .
هغه وایي، ورپسې شپږ تنه بریدکونکو چې په سپکو اودرنو وسلو سمبال وو، دولایتي شورا پر ودانۍ برید پیل کړ، چې هممهاله دامنیتې ځواکونو له مقاومت سره مخ او شپږ واړه ووژل شول.
د نوموړي په خبره، د دغه برید پر مهال دزابل دولایتې شورا ودانۍ ته دروند زیان اوښتی، خو په وینا یې څوک وژل شوي نه دي.
د زابل د امنیې قومندان غلام سخي روغ لیوني بي بي سي ته وویل په دغې پېښې کې د دریو پولیسو په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.
زیاتره ټپیان حکومتي مامورین وو. د برید کوونکو یو موټر چاودلی خو بل یې روغ پاتې دی.
برید ښپږو برید ګرو د یاد دفتر مخې ته د یوه موټر له چوولو سره وکړ. د نوم ثبتولو دغه مرکز د ولایت مقام او ولایتي شورا د ودانۍ تر منځ موقعیت لري.
دغه برید یوازې څو ساعته وروسته له هغه تر سره کېږې چې اوو وسله والو دکابل پر نړیوال هوایي ډګر برید وکړ.