''نړیوال له ډاره عصری وسلې او الوتکې نه راکوي''

قسیم فهیم
Image caption قسیم فهیم دا څرګندونې د دغه هېواد د والیانو په ملي غونډه کې وکړې.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال وايي، نړیوال د دغه هېواد ځواکونو ته پرمختللې وسلې او الوتکې له دې امله نه ورکوي، چې دوی د افغان ځواکونو له شونو بریدونو ډارېږي.

ښايي د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال دغه څرګندونې د غونډې د ګډونوالو لپاره هم هېښوونکې وې.

زموږ همکار ګلستان شینواری وايي، محمد قسیم فهیم د افغان ځواکونو د ستونزو په اړه وویل، نړیوال دغو ځواکونو ته د یو لړ ځانګړو اندېښنو له کبله پرمختللې وسلې او الوتکې نه ورکوي.

ښاغلي فهیم وویل، نړیوال ډارېږي، که افغان ځواکونو ته پرمختللې وسلې او الوتکې ورکړي، په افغانستان کې به یې د دوی د ځواکونو او اډو پر وړاندې وکاروي:

''د هغوی اندېښنه په دې کې ده، چې د افغانستان خلک د پت څښتنان دي او د دوی په خپله اصطلاح داسې خلک دي، چې مذهبي او دیني تعصب لري که داسې پیاوړې وسلې دوی ته ورکړل شي او هغه حرکتونه او ناوړه کارونه چې په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال په افغانستان کې د بهرنیو او دوستو هېوادونو د ځواکونو له خوا تر سره کېږي، داسې ونشي چې نن یې یو ټوپک لرونکی دا شیان نه زغمي او پر بهرني سرتېري پرې ډزې کوي، الوتکه لرونکی یې حتماً خپله الوتکه راولي او په بمونو یې باګرام او نور مرکزونه په نښه کوي''.

ښاغلی فهیم دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې له یوې خوا افغان دولت له نړیوالې ټولنې په وار وار غوښتنه کوي، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه پر پرمختللیو وسلو او الوتکو سمبال کړي او له بلې خوا په دې وروستیو کې یو ځل بیا له افغان ځواکونو پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو پېښې لیدل شوي دي.

ښاغلي فهیم دغه خبرې په کابل کې د افغانستان د والیانو د ملي غونډې په پرانېسته کې وکړې.

په دغه درې ورځنۍ غونډه کې به والیان له یوه بل او مرکزي حکومت سره د ښې حکومتولۍ، پرمختګ، سولې او د لېږد د بهیر په اړه خپلې ستونزې او تجربې شریکې کړي.

والیان شکایت کوي، چې په اړوندو ولایتونو کې دوی ته هغه لازم واکونه نه ورکول کېږي، چې له لارې یې دوی یاد شوي بهیرونه په سم ډول پر مخ یوسي.

د کونړ والي فضل الله وحیدي وايي، له والیانو سره د واکونو نشتوالی د دې لامل شوی، چې په ولایتونو کې له ادري فساد سره مبارزه او د پرمختګ بهیر پڅ پر مخ ولاړ شي.

افغان دولت هڅه کوي، چې د امنیتي لېږد په درشل کې د افغانستان په ولایتونو کې د ښې حکومتولۍ، امنیت، اقتصادي پرمختګ، د سولې بهیر او له اداري فساد سره د مبارزې بهیر و ارزوي او د چارواکو په وینا په اړه یې لازم ګامونه پورته کړي.

ورته مطالب