کرزی وايي 'طالبان د اسلام د دښمنانو خدمت کوي'

Image caption ولسمشر حامد کرزي وړاندې څو ځلې طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی او هغوی یې د هېواد د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته بللي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر کابل کې د تېرې سې شنبې په ورځ د سترې محکمې پر مامورینو هغه ځانمرګی برید غندلی، چې لږترلږه ۱۷ ولسي وګړي په کې ووژل شول او ۳۹ نور ټپیان شول.

له ارګه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې وسله وال مخالفین چاودنې، ماینونه خښول، د بې ګناه هېوادوالو سرونه غوڅول د اسلام او افغانستان د دښمنانو په اشاره د هغوی د خدمت لپاره کوي.

اعلامیه وايي، دا کړنې د دې لپاره کوي، چې افغانستان کمزوری کړی او تل د دښمنانو غوښتنو ته غاړه کېږدي.

له ارګه خپره شوې اعلامیه دا هم وايي، چې د تاریخ په اوږدو کې، د بهرنیو فشارونو پروړاندې افغانستان سر نه دی ټیټ کړی او تل به سرلوړی اوسي.

د ولسمشرۍ ویناپاڼې د تېرې یکشنبې په ورځ د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ کې له دوو ماشومانو د سرونو غوڅولو کیسه یو د شرم خبر بللی دی.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي وو، چې "طالبانو" بهرنیو ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور د دوو شپاړس کلنو زلمیانو سرونه غوڅ کړي.

خو تېره ورځ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې دا کار دوی نه دی کړی او هر چا چې کړی دوی یې هم غندي.

طالبانو ویلي وو، چې خپلو جنګیالیو او ملګرو ته یې امر کړی، چې تر دې وروسته به له چا سرونه نه غوڅوي.

ولسمشر حامد کرزي وړاندې څو ځلې طالبانو ته د وروڼو خطاب کړی او هغوی یې د هېواد د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته بللي.

وسله والو طالبانو د کابل سترې محکمې پر مامورینو د ځانمرګي برید مسؤولیت ومانه او وايي چې دا برید یې د هغو قاضیانو د وژلو لپاره کړی، چې د طالبانو د بندیانو په حقونو کې یې پرېکړې کړې دي.

طالبانو د سترې محکمې مامورین او قاضیان فاسد بللي وو او وژل یې خپله وجیبه بللې وه.

ورته مطالب