افغانستان: د ناامنیو پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان کورنیو چار وزارت وايي کندوز ولایت کې د دشت ارچي ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا ګومارل شوی ولسوال او د دې ډلې نظامي مسوول وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له خوا ددشت ارچي لپاره ټاکل شوی ولسوال او په دې ولسوالۍ کې د دوی نظامي مسوول قاري ا سماعیل له درې تنو نورو سره یو ځای چې یو یې بهرنی دی وژل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي دغه عملیات تېره شپه ( ۱۲ جون ) د دشت ارچي ولسوالۍ په باجوړي کلي کې شوی او افغان ځواکونو ته په کې زیان نه دی اوښتی.

خبر پاڼه زیاتوي په دې عملیاتو کې یوه اندازه وسله هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

بهرني اتباع

دغه راز د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي تېره شپه د دې ولایت مرکز پل علم ته څېرمه د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دوی په وینا په وژل شويو کسانو کې لږ تر لږه څلور د عربي هېوادونو اتباع دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب