مالیزیا کې بې برخلیکه پاتې افغانان

Image caption دغه بې برخلیکه افغانان وايي، دا چې په قاچاق وړونکو يې باور کړی و، ځکه خو په ترکیه او مالیزیا کې د څو اونیو لپاره زنداني و.

له دې وروسته د ډېرو افغانانو لپاره استرالیا ته کډوالي یو ښه خبر نه دی.

هغه پناه غوښتونکي، چې د بېړیو له لارې دغه سفر کوي، د ځینو ژوند يې د هند په سمندر کې له ګواښونو سره مخامخ کیږي.

زموږ همکاره ماریا محب وايي، هغوی چې په جعلي پاسپورتونو د هوا له لارې سفر کوي، ډېری وخت د مالیزیا او اندونیزیا په هوايي ډګرونو کې د پولیسو لخوا نیول کیږي.

هغه افغانان چې اوس مهال د مالیزیا د کولالمپور په هوايي ډګر کې بند پاتې دي، خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو په تمه دي.

افغان کډوال محمد علي، چې د مالیزیا د کواللمپور په هوايي ډګر کې بند دی، خپله کیسه داسې اوروي:

''پاسپورت مې چې جوړ کړ، د ستانبول هوايي ډګر ته لاړم، هلته ونیول شوم او ۱۶ ورځې مې په زندان کې تېرې کړې. له زندان نه له خلاصېدو شل ورځې وروسته مې بل پاسپورټ جوړ کړ کواللمپور ته راغلم. دلته هم ونیول شوم او ۲۲ ورځې يې زندان ته واچولم. له هغه ځایه يې ترکيې ته ولېږلم هغوی بېرته کواللمپور ته واستولم. دا دی تراوسه دلته په هوايي ډګرکې په لوږه شپې سبا کوم. میدان ته له پاکستان نه ډېر افغانان راځي، د ورځې څلور پنځه تنه افغانان راځی، هغوی هم نیول کیږي''.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت چارواکي وايي، دغه کسان به ډېر ژر بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

افغان پناه غوښتونکي وايي، له بې وزلی، جګړې او تاوتریخوالي تښتي او د ټولو ګواښونو له منلو سره سره خپلې کورنۍ پرېږدي او کډوالی ته غاړه ږدي.

د افغانستان په رسنیو کې آسترالیا ته د سفر د مخنیوي لپاره د دا ډول تبلیغاتو له خپرولو سره سره، داسې ښکاري، چې هره ورځ ډېر شمېر افغانان د خپلو خیالانو ښار ته د رسېدو لپاره ځانونه د انسان قاچاق وړونکو ته ورسپاری.

په دې وروستیو کې د آسترالیا د کډوالی ادارې اعلان وکړ، هغه بېړۍ چې شپېته تنه سپرلۍ يې لرلې، تېره اونۍ د هند په سمندر کې دوبه شوه، چې د دغې ادارې په وینا ډېری ډوب شوي کسان پکې افغانان و.

د آسترالیا د کډوالی د ادارې یوه ویاند رسنیو ته ویلي، دغه بېړۍ چې له اندونیزیا نه د آسترالیا په لور روانه وه، ډېری کډوال پکې هزاره ټبري افغانان و.

هر کال زرګونه پناه غوښتونکي هڅه کوي، چې آسترالیا ته ولاړ شي او یوشمېر يې په اندونیزیا کې قاچاق وړونکو ته پیسې ورکوي، چې دوی آسترالیا ته ورسوي.

په دغو پناه غوښتونکو کې په سلګونه افغانان هم شامل دي.

د رپوټونو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې شا و خوا ۶۰۰ پناه غوښتونکو استرالیا ته د رسیدو په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورته مطالب