کابل مېشتي ایرانیان ټاکنو کې رایې نه اچوي

کابل کې د ایران سفارت
Image caption د جمعې ورځې (غبرګولي ۲۴) تر غرمې مخکې هېڅ ایرانی د کابل سفارت ته د رای ورکولو لپاره نه وو ورغلی.

په کابل کې د ایران سفارت هغو ایرانیانو ته چې په افغانستان کې ژوند کوي، اعلان کړی، چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره رای اچونه به سفارت کې کېږي.

خو دا چې ایا دغه مرکز ته ایرانیان په ټاکنو کې د برخې اخیستو لپاره لېواله دي او کنه؟ ماریا محب پرې دغه راپور چمتو کړی دی.

تر غرمې مخکې کابل کې د ایران سفارت مخې ته ولاړو، غوښتل مو چې د ایران د ولسمشرۍ په تاکنو کې د ایرانیانو نظرونه وپوښتو، خو تر هغه مهاله یو ایرانی هم نه ترسترګو کېده.

د ایران سفارت په شاوخوا کې حالت له نورو ورځو سره یو څه په توپیر سره ترسترګو کېږي، هغه هم د سفارت په شاوخوا کې د امنیتي سرتېرو ډېروالی.

د ایران سفارت چارواکو تر غرمې مخکې خبریالانو ته اجازه نه ورکوله، چې سفارت د ننه ولاړ شي.

په کابل کې ځینو مېشتو ایرانیانو له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې په ټاکنو کې برخې اخیستو ته زړه نه ښه کوي، ځکه په وینا يې دغه ټاکنې دوی ته د منلو وړ نه دي:

''هغه ستونزې چې له نظام سره لرو، موږ فقيه ولایت نه منو او ټاکنې يې هم موږ ته د منلو وړ نه دي. د خلکو سیاسي نظر ته درناوی لرم، هغه د خلکو خپل کار دی چې رایه ورکوي او که نه، خو ما ته فقيه ولایت د منلو وړ نه دی. تر هغه ځایه مې چې ټاکنې څارلې، خلکو يې هرکلی نه کاوه. سره له دې، چې د ټاکنو لپاره ډېر تبلیغات وشول، خو ټاکنې ډېرې سړې پر مخ روانې وې. تر سبا به مالومیږي، دوی ادعا کوي، چې تر ۴۰ میلیون ډېر کسان په ټاکنو کې برخه اخلي، خو صادقانه رایې به ۲۰ میلیونه وي''.

په افغانستان کې ځینې نور مېشت ایرانیان بیا وايي، سره له دې، چې مخکې ټاکنو کې يې برخه اخیستې، خو اوس مهال په افغانستان کې ژوند کوي، نو ځکه نه غواړي چې په ټاکنو کې هم برخه واخلي:

''اته کاله چې له ایرانه لرې شئ، نو په اړه به يې مالومات هم نه لرﺉ. اوس چې له ایرانه راغلي یو، روښانه نه ده، چې بېرته به ایران ته ځو او که نه. مخکې ټاکنو کې مو په ټوليزه توګه رایه ورکړه''.

په افغانستان کې مېشت ایرانیان په څو ډلو وېشل شوي، یوه ډله سوداګر دي، چې افغانستان او ایران ته د سوداګری لپاره تګ راتګ کوي، بله ډله هغه دي، چې له افغانانو سره يې ودونه کړي او په افغانستان کې ژوند کوي، چې ځینو يې ان افغان تابعیت هم اخیستی دی.

خو یوه بله ډله له ایران حکومت څخه خوښ نه دي، چې له حکومت سره د مخالفتونو له امله اړ شوي، چې افغانستان ته کډوال شي.

ورته مطالب