کابل واشنګټن وننګاوه چې پر طالب پلويو فشار راوړي

Image caption د کابل او واشنګټن تر منځ د پوځي تړون او پوځي اډو خبره له ډېره وخته د دواړو پلازمېنو ترمنځ د بحث موضوع ده.

د افغانستان ولسمشر په يوۀ خورا ښکاره پيغام کې واشنګټن ننګولى چې د دوى په وينا د طالبانو په بهرنيو پوځي او استخباراتي ملاتړيو فشار راوړي.

کابل کې د ولسمشرۍ دفتر خبردارى ورکوي چې که واشنګټن دغه فشار ښکاره او په کاري ډول جوت نه کړ نو افغانستان به له متحدو ايالاتو سره د پوځي همکاريو سند د اوس لپاره لاسليک نه کړي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي د بي بي سي پښتو ماښامنۍ راديويي خپرونې سره په خبرو کې تور ولګاوۀ چې په کابل کې د سترې محکمې مخته د روانې اوونۍ بريد په پاکستان کې طرح شوى و.

ښاغلي فيضي وويل لوېديځو پوځي کړيو دوى ته ويلي چې په پاکستان کې مېشتو طالبانو او ملاتړو يې دغه بريد طرح کړى او عملي کړى دى.

د ولسمشر کرزي وياند ويل چې لويديځ بايد د دغه ډول بريدونو عاملين په نخښه کړي او پر ملاتړو يې د دۀ په وينا کاري فشار وارد کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل او واشنګټن تر منځ د پوځي تړون او پوځي اډو خبره له ډېره وخته د دواړو پلازمېنو ترمنځ د بحث موضوع ده.

ولسمشر کرزي له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته د دغه تړون د لاسليک لپاره يو له مهمو شرطونو ياد کړى دى.

اوس د ښاغلي کرزي وياند وايي که امريکا پر اسلام اباد فشار رانه وړي نو اوسنى افغان حکومت چمتو نه دى چې دغه سند ورسره لاسليک کړي.

ښاغلي فيضي د بي بي سي پښتو ماښامنۍ راديويي خپرونې ته وويل چې د دۀ په وينا که امريکا پر پاکستان خپل فشار ښکاره او کاري ثابت نه کړي نو د ٢٠١٤ کال تر افغان ولسمشريزو ټاکنو پورې به له واشنګټن سره پوځي تړون لاسليک نه شي.

د ولسمشر کرزي وياند وويل واشنګټن دې تر هغو صبر وکړي چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او نوى حکومت بيا پرېکړه کوي چې دغه سند ورسره لاسليک کړي که نه.

ورته مطالب