د جنازو په مراسمو کې چاودنې اته کسان ووژل

Image caption د هېواد د نورو برخو په څېر په خوست کې هم تر دې وړاندې د جنازې په مراسمو او يا هديرې ته په ورغليو لارو کې د ځانمرګي بريد په ګډون بمي چاودنې شوي دي او سيمه والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د خوست ښار ختيځ لوري ته د چولانو کلي هديرې د جنازې په ډګر کې د اتو کسانو ټوټه شوي مړي په داسې حال کې څنګ په څنګ ايښي وو چې د يو بدن هم پوره نه معلومېده.

دا هغه کسان وو چې په همدې هديره کې يې څو دقيقې وړاندې د يو کليوال زلمي جنازه کړې وه.

دغه زلمى چې له چاودنې څو دقيقې مخکې يې جنازه شوې وه، څو اوونۍ وړاندې له ډيورنډ کرښې هاخوا په کورمه ايجنسۍ کۍ وسله والو له موټر نه کښته کړى و، پرون يې وژلى و او نن کليوالو په خپله هديره کې خاورو ته سپاره.

د جنازې له مراسمو نه د ستنېدو پر مهال په سرف ډوله موټر کې کې سپاره اته واړه کسان ووژل شول.

د پېښې په ځاى لسګونه امنيتي پوليس او سلګونه کليوال راغونډ و او د وژل شويو کسانو د بدنونو ټوتې يې لټولې او په تابوتونو کې ځاى پر ځاى کولې.

د پېښې په ځاى کې د شته کسانو پر څېرو خپګان او مايوسي خپره وه، له سړيو لېرې د هديرې په يوه څنډه کې په شنو څادريو کې ښځې هم د خپلوانو د مړو د ليدو په موخه په انتظار ناستې وې او د يوې له خولې دا غږ اورېدل کېده چې وا پلاره وا پلاره!.

همالته يو کليوال په ژړه غوني او احساساتي بڼه بي بي سي ته وويل چې په وژل شويو کې د يوې کورنۍ څو غړي او د کلي ملا امام هم شامل دى:

"نن زموږ په کلي کې سخته دردوونکې پېښه شوې ده او کلى وير اخيستى دى. د يوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي، په وژل شويو کې د پوهنتون محصل او د کلي ملا امام هم شامل دى."

په خوست کې د پوليسو د چټک غبرګون قوماندان ډګرمن سردار محمد حيا د پېښې په ځاى کې بي بي سي ته وويل چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي.

"نن دوه بجې کليوالو د يو کليوال مړى ښخولو، د مراسمو له پاى ته رسېدو وروسته کليوال کورونو ته تلل، په يو سرف موټر کې کليوال او ورسره ملا امام سپاره شوي دي، پر موټر يې ځمکنى ماين چاودېدلى دى او په کې سپاره ټول کسان شهيدان شوي دي."

که څه هم د طالبانو په ګډون کومې وسله والې ډلې د پېښې مسووليت نه دى اخيستى خو سردار محمد حيا يې پړه پر طالبانو ور اچوله.

ده زياته کړه چې د ترهګرۍ ضد او له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې پوليسو د پېښې پلټنه پيل کړې ده او هڅه کوي چې د پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د هېواد د نورو برخو په څېر په خوست کې هم تر دې وړاندې د جنازې په مراسمو او يا هديرې ته په ورغليو لارو کې د ځانمرګي بريد په ګډون بمي چاودنې شوي دي او سيمه والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په خوست کې نننۍ پېښه داسې مهال وشوه چې د خوست ځايي اداره د سولې د ټينګښت په هيله د ډول ډول مراسمو په ترڅ کې د سولې اوونۍ نمانځي.

ورته مطالب