ولسي جرګه: د سولې خبرو لپاره مو نوې طرح جوړه کړې

Image caption ښایې په دې طرح کې تر ټولو مهمه برخه د سولې په بهیر کې د طالبانو د نظر شاملول وي چې افغان حکومت تر اوسه په کې پاتې راغلی و.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون وایي، د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې د سولې د خبرو لپاره یوه نوې طرح جوړه کړې ده.

چارواکي وایي په دغې نوې طرحې کې به د افغان دولت او مخالفینو سربېره د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې نظرونه هم وغوښتل شي.

د چارواکو په وینا په دې طرحې کې به تر ډېره د هېواد دننه سیاسي کړیو تر منځ د باور رامنځ ته کولو هڅه وشي، چې د بهرنیو مداخلو مخنیوی او سولې ته د رسېدو هڅې ګړندۍ شي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پر کړنو له ډېرو نیوکو وروسته دا دی اوس د افغانستان ولسي جرګه له وسله والو مخالفینو سره د مذاکراتو پر یوې بلې لاري غور کوي.

د ولسي جرګې د نړیوالو چارو کمېسیون وایې تر اوسه د سولې په تړاو ټول ګامونه یو اړخیز وو او په دا نوې طرح کې به هڅه وشي چې د افغان حکومت او د دوی د مخالفینو پر نظرونو سربېره د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالې ټولنې لید لوري هم ځای ولري.

ښایې په دې طرح کې تر ټولو مهمه برخه د سولې په بهیر کې د طالبانو د نظر شاملول وي چې افغان حکومت تر اوسه په کې پاتې راغلی و.

ددغه کمېسیون یوه غړي عبدالقیوم سجادي کابل کې د بی بی سی خبریالې فریبا ظاهر ته ویلي چې طالبانو ته د نژدې اړیکو درلودونکو هېوادونو په مرسته به هڅه وشي چې دغه ډله د خبرو میز ته راولي.

"طبعاً داسې سرچینې شته چې کولای شي د هغو کسانو لیدلوري راټول کړي چې لا اوس هم د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې سره جګړې ته دوام ورکوي.

ځینې داسې هېوادونه شته چې پر طالبانو اغیز لري، د هغوی سلا مشوره کولای شي په دې برخه کې یوه لاره پرانیزي. موږ تر ټولو ډېر د اسلامي نړۍ له عمومي افکارو کار اخیستلای شو چې پر هغو کسانو فشار راوړي چې د افغانستان په نوم یوه اسلامي هېواد کې جنګېږي."

ښاغلي سجادي د دې طرحې په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو د هغه په وړاندې یې د پرتو ننګونو خبره وکړه.

د ښاغلي سجادي په خبره یو شمېر سیاستوال له دې اندېښنه لري چې حکومت او نړیواله ټولنه به له دې طرحې هرکلی ونه کړي، خو وایي ولسي جرګه به دا طرح په جدې توګه تعقیب کړي.

بل لور ته د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي ددې طرحې په اړه نظر ورکول تر وخت مخکې بولي.

دا چې دغه طرح به کله چمتو کیږي ، پایله به یې څه وي او د حکومت او مخالفینو نظر به پدې اړه څه وي ، لا هم د یوې پوښتنې په توګه پاته ده .

ورته مطالب