د پوهنتون د اعتصاب پړه پر بهرنیو واچول شوه

Image caption د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي د دې اعتراضونو دوام اندېښمن کړي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر وايي یو شمېر کسان د بهرنیو په لمسون نه پرېږدي چې په کابل پوهنتون کې کاري اعتصاب پای ته ورسېږي او محصلان خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

له څه باندې شل ورځو راهیسې د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو په کاري اعتصاب لاس پورې کړی چې له امله یې په پوهنتون کې درسي بهیر ګډوډ شوی دی.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي د دې اعتراضونو دوام اندېښمن کړي.

دوی وايي وېره لري چې د اعتراضونو لړۍ به نورو پوهنتونونو ته هم پراخه شي.

د مشرانو جرګې غړی زلمی زابلی وايي د لوړو زده کړو وزیر د استادانو او محصلانو غوښتنې له پامه غورځولي دي.

نوموړي د لوړو زده کړو وزیر ته په خطاب کې وویل سره له دې چې امکانات او واکونه لري خو پر وخت یې د پوهنتون استادانو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

د لوړو زده کړو وزیر چې مشرانو جرګې د همدې ستونزې په تړاو ور غوښتی و، وویل د دغې ستونزې د هواري هڅه یې کړې خو نوموړی وايي معترض استادان به د دوشنبې په ورځ د خپلو غوښتنو په اړه له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

ښاغلي عبید د کوم چا نوم وا نه خیست خو و یې ویل یو شمېر اعتراض کوونکي د بهرنیو په لمسون په کابل پوهنتون کې د درسونو بهیر ګډوډوي.

د کابل پوهنتون یو معترض استاد چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي د لوړو زده کړو وزیر خبرې رد کړې او هغه یې د ده شخصي نظر وباله.

نوموړي وویل په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ ۸۰ تنه استادان له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري.

د هغه په وینا د لوړو زده کړو د قانون تصویب، د پوهنتون خپلواکي، د پوهنتون په اکاډمیکو چارو کې د نورو هېوادونو د لاس وهنې مخنیوی او د لوړو زده کړو د وزیر استعفا د دوی اصلي غوښتنې دي.

دغو شمېر استادانو وروسته له هغه په کاري اعتصاب لاس پورې کړ چې حکومت د یو شمېر محصلینو د اعتراض له امله د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي د مشر او یو استاد له کاره د ګوښه کولو پرېکړه وکړه.

دا پرېکړه عملي نه شوه خو دغه اعتراض د کابل پوهنتون د نورو استادانو او محصلینو غبرګون را وپاراوه او لا هم دوام لري.

ورته مطالب